د هلمند د نوي کال سندریزه مېله

د هلمند د نوي کال سندریزه مېله

د نوي ۱۳۹۰ هجري لمريز کال د لومړۍ ورځې د لمانځنې په ویاړ د هلمند په لښکرګاه کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان راغونډ شوي ول. په مراسمو کې د ناټو ګڼ سرتېري هم لیدل کېدل، خو امنيتي چارې یې افغان پوځيانو نیولې وې (ټول انځورونه مسعود پاپولزي اخیستي/بي بي سي)
د عکس تشریح، د نوي ۱۳۹۰ هجري لمريز کال د لومړۍ ورځې د لمانځنې په ویاړ د هلمند په لښکرګاه کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان راغونډ شوي ول. په مراسمو کې د ناټو ګڼ سرتېري هم لیدل کېدل، خو امنيتي چارې یې افغان پوځيانو نیولې وې (ټول انځورونه مسعود پاپولزي اخیستي/بي بي سي)
افغان ځوانه سندرغاړې فرزانه ناز، د نوي کال پر شپه ښکلې سندرې وویلې . له څو لسیزو راهیسې دا لومړۍ افغانه سندرغاړې ده چې په هلمند کې ګڼو مینه والو ته د سټېژ پرسر سندرې وايي .
د عکس تشریح، افغان ځوانه سندرغاړې فرزانه ناز، د نوي کال پر شپه ښکلې سندرې وویلې . له څو لسیزو راهیسې دا لومړۍ افغانه سندرغاړې ده چې په هلمند کې ګڼو مینه والو ته د سټېژ پرسر سندرې وايي .
مراسم د شپې په ښه توګه ترسر هشول . افغان چارواکو ددغه کنسرټ هرکلی وکړ چې په وینا یې دا په لښکرګاه ښار کې د امنیت په ډاډمنېدا دلالت کوي .
د عکس تشریح، مراسم د شپې په ښه توګه ترسر هشول . افغان چارواکو ددغه کنسرټ هرکلی وکړ چې په وینا یې دا په لښکرګاه ښار کې د امنیت په ډاډمنېدا دلالت کوي .
د افغان اردو یو سرتېری له لښکرګاه ښار بهر ته په الوتکه کې د امنیت نیولو لپاره چمتووالی نیسي . پولیس له طالبانو سره د مخامخېدا پرمهال د مناسبو او اړينو پوځي توکو له نشتوالي شکایت کوي .
د عکس تشریح، د افغان اردو یو سرتېری له لښکرګاه ښار بهر ته په الوتکه کې د امنیت نیولو لپاره چمتووالی نیسي . پولیس له طالبانو سره د مخامخېدا پرمهال د مناسبو او اړينو پوځي توکو له نشتوالي شکایت کوي .
د پولیسو د تلاشۍ دغه پوسته له بهرنیو ځواکونو سره یوځای تلاشۍ کوي . دوی پر لاره له یوه اورپکي سره یوه تومانچه او یوه مخابره نویلي دي .
د عکس تشریح، د پولیسو د تلاشۍ دغه پوسته له بهرنیو ځواکونو سره یوځای تلاشۍ کوي . دوی پر لاره له یوه اورپکي سره یوه تومانچه او یوه مخابره نویلي دي .
 دوه برتانوي پوځيان د سوک وهلو لوبه کوي . کله چې ګزمه نه کوي، پوځيان او پولیس لوبې کوي .
د عکس تشریح، دوه برتانوي پوځيان د سوک وهلو لوبه کوي . کله چې ګزمه نه کوي، پوځيان او پولیس لوبې کوي .
 د پولیسو په لیکو کې د نشه یي توکو کارول ډېر شوي دي . یو افغان ګزمه کوونکی سرتېری، چې مخ یې پټ کړی، خپل سګرېټ له چرسو ډکوي .
د عکس تشریح، د پولیسو په لیکو کې د نشه یي توکو کارول ډېر شوي دي . یو افغان ګزمه کوونکی سرتېری، چې مخ یې پټ کړی، خپل سګرېټ له چرسو ډکوي .
سګرټ څکول، اتڼ، موزیک غږول او ځینې وخت جګړه کول هغه چارې دي چې پولیس خپل وخت ورباندې تېروي . ګڼو پولیسو له څو کلونو راهیسې خپلې کورنۍ نه دي لیدلې . ددوی زیاتره سیمې د طالبانو په لاس کې دي . که ورستانه شي، وبه وژل شي .
د عکس تشریح، سګرټ څکول، اتڼ، موزیک غږول او ځینې وخت جګړه کول هغه چارې دي چې پولیس خپل وخت ورباندې تېروي . ګڼو پولیسو له څو کلونو راهیسې خپلې کورنۍ نه دي لیدلې . ددوی زیاتره سیمې د طالبانو په لاس کې دي . که ورستانه شي، وبه وژل شي .
د برتانوي پوځيانو د ګزمې یو سرتېری د جکل ټانک پر سر د خپلې وسلې پر ماشه ګوته نیولې، ددوی دنده به د امنيتي چارو تر لېږد پوري دوام وکړي، او بیا به امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي . په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د بهرنیو ځواکونو جګړه ییز ماموریت پای ته رسېږي .
د عکس تشریح، د برتانوي پوځيانو د ګزمې یو سرتېری د جکل ټانک پر سر د خپلې وسلې پر ماشه ګوته نیولې، ددوی دنده به د امنيتي چارو تر لېږد پوري دوام وکړي، او بیا به امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي . په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د بهرنیو ځواکونو جګړه ییز ماموریت پای ته رسېږي .