کابل ښاروالي، د غره ډډې کورونه رنګوي
کابل ښاروالي وايي، له پلان پرته د جوړو شوو کورونو د ښه والي او د ښار د ښکلا لپاره یې د غره ډډې د کورونو رنګولو لړۍ پیل کړې ده.
د کابل ښاروالۍ په خبره، د ښار د بڼې ښایسته کولو او دغې چارې ته د خلکو د هڅونې لپاره یې د جوی شير سیمې د غره په لمنو کې د ۲۰۰۰ کورونو د رنګولو چارې پیل کړې دي.
د دوی په خبره، دغه کورونه به په ژیړ، سپین، نارنجي، سور او اسماني رنګونو رنګ کړي چې ځايي اوسېدونکي هم په دغه چاره کې ور سره مله وي.

د عکس سرچینه، AFP
ښاروالۍ باورمنه ده چې دا کار به د ښاریانو په روان ښه اغېز وکړي او ترڅنګ به یې په خلکو کې د ښار ښکلي کولو دود هم وده وکړي.
د پلازمېنې د پراختیا خپلواکې ادارې هم ویلي، دا چاره په خلکو کې د مالکیت حس پیاوړی کوي او د اوسېدو د متفاوت چاپېریال یوه تجربه ده.
کابل ښاروالۍ وايي، تر دې وروسته به د ښار نورې ابادې لمنې هم رنګ کړي.

د عکس سرچینه، CRIDA
د پلازمینې د پراختیا د خپلواکې ادارې مشر الهام هوتکي وايي، هغه سیمې چې کورونه یې له ښاري پلانه پرته جوړ شوي، پخوا له پراختیايي پروژو بې برخې وو.
نوموړي ویلي، د اوسېدو په بې پلانه جوړو شویو سیمو کې د ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو او د تګ راتګ د لارو پر جوړېدو سربېره نورې اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.


د عکس سرچینه، CRIDA
ورته تجربه کلونه وړاندې د مکسیکو د اوسېدونکو له خوا وشوه. د مکسیکو ښار رنګ او ښکلی شو. په خاورو دوړو ککړ دیوالونه یې په نظر جلبوونکو رنګونو وپسولل شول.
له دې کاره یې هدف د ریکارډ جوړول نه، بلکې د لوږې او ناامنۍ له امله د اندېښمنو ښاریانو خوشحاله ساتل و.









