افغان حکومت د ټیټ پوړو مامورینو ترانسپورټ ولې لغوه کړ؟

له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د دولتي مامورینو ترانسپورتي خدمتونه درول شوي
د عکس تشریح، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د دولتي مامورینو ترانسپورتي خدمتونه درول شوي
    • Author, نجما ځلا
    • دنده, بي بي سي

په وروستیو کلونو کې د دولت وسله والو مخالفانو د ملکي او پوځي دولتي مامورانو په لېږد رالېږد پر موټرو بریدونه وشول او اندروبايي (مقناطیسي) ماینونه یې ور پورې ونښلول چې ډېره مرګ ژوبله یې هم لرله.

د دولتي مامورانو پر بس موټرو له څو خونړیو بریدونه او چاودنو وروسته، افغان دولت د ټیټ پوړو کارکوونکو لپاره ترانسپورت لغوه کړی او په بدل کې یې نغدې پیسې ور کوي چې له مخې یې د دولتي ادارو ترانسپورتي لګښتونه هم لوړ شوي دي.

دولتي مامورانو له تېرو څلورو میاشتو د لېږد رالېږد قراردادي وسیلې نه لري.

صباح الدین شرفمل دولس کاله کیږي چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مامور دی. څلور میاشتې مخکې به په دولتي ترانسپورت کې خپل دفتر تګ راتګ کاوه، خو اوس هر څه بدل شوي دي.

دا چې په افغانستان کې منظم ترانسپورتي سیستم نه شته، نو د هري کاري ورځې په پای کې دا غم ور سره وي چې څنګه او له کومې لارې کور ته ځان ورسوي: "کله خو په تمځی کې تر یوه ساعته هم ولاړ یم، سرخوږی مې ډېر شوی، ډېر وخت مې په موټرو کې په تګ راتګ تېرېږي."

دا مهال ګڼ هغه ګاډي بې کاره دي چې د دولتي مامورینو د لېږدولو مسؤولیت یې درلود
د عکس تشریح، دا مهال ګڼ هغه ګاډي بې کاره دي چې د دولتي مامورینو د لېږدولو مسؤولیت یې درلود

مامورانو ته د دولتي ترانسپورت په بدل کې ۱۸۰۰ افغانۍ ور کېږي، خو یو شمېر ماموران که څه هم د دولتي ترانسپورت لغوه کېدل د دوی په خوندیتابه کې ګټور خو وايي، دا پیسې د ټولو د تګ را تګ لپاره بسنه نه کوي؛ هغوی چې کورونه یې د ښار په څنډو کې دي، اړ دي څو ځلي او ډېره کرایه ور کړي.

د لوړو زدکړو وزارت مامور عارف اکبري بي بي سي ته وویل:"د مامورینو د خوندیتوب لپاره د دولتي ترانسپورت د لغوه کولو منطق سم دی، خو کومې پیسې چې یې په بدل کې دوی ته ورکول کیږي عادلانه نه دي."

په افغانستان او بیا په کابل کې مامورانو ته له څو لسیزو د دولتي ترانسپورت خدمتونه وو،خو د ملي وحدت حکومت د کابینې د پرېکړې له مخې یاد خدمتونه ځنډېدلي دي.

د افغانستان ماليې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی وايي:"د نا امنیو له امله موږ دې ته ترجیح ورکړه چې مامورانو ته د ترانسپورت پر ځای نغدې پیسې ور کړو. زموږ د ارزونو پر بنسټ کومې پیسې چې مامورینو ته ور کوو، د قراردادي ترانسپورت په پرتله (دولت) ته ارزانه پرېوځي."

که څه هم د مالیې وزارت د نوې طرحې د ارزانوالي خبره کوي، خو د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند وايي، له نوې طرحې سره یې د وزارت د ترانسپورت لګښتونه دوه برابره شوي دي:" د ترانسپورت بودجې لوړوالي د پاموړ دی. پخوا تر شل میلیونه افغانې مو د ترانسپورت بودجه وه خو اوس شاوخوا څلویښت میلیونو افغانیو ته لوړه شوې ده."

د ورځې اوږدو کې د دولتي مامورینو د لېږدولو پرمهال ښار ګې د ګاډو د ګڼې ګوڼې لامل ګرځېده
د عکس تشریح، د ورځې اوږدو کې د دولتي مامورینو د لېږدولو پرمهال ښار ګې د ګاډو د ګڼې ګوڼې لامل ګرځېده

په ځینو دولتي ارګانونو کې د بي بي سي موندنې ښيي چې د بهرنیو چارو وزارت د ترانسپورت کلنۍ بودجه له څه کم ۳۰ زره ډالرو څخه ۱۰۰ زره ډالرو ته لوړه شوې ده.

په کورنیو چارو وزارت کې دا بودجه له ۱٫۵ میلیونو ډالروڅخه نژدې ۳٫۷ میلیون ډالرو ته او د دفاع وزارت د قراردادي ترانسپورت بودیجه له ۴میلیونو ډالرو څخه ۱۳٫۳ ډالرو ته لوړه شوې ده.

په کابل له پخوا منظم ترانسپورتي سیستم نه شته چې له امله یې سهار او ماښام د موټرو په تمځیونو کې ګڼه او ګوڼه وي چې د دولتي مامورانو په ور زیاتېدو به دغه ستونزه نوره هم ډېره شي.