"کلات کې ښاروالي د سیاست ښکار شوې"

د افغانستان د زابل ولایت د ولسي جرګې د غړو او د زابل والي د اختلاف له امله بې ښارواله پاتې دی.
د سیمه ییزو ارګانونو یو چارواکي بي بي سي ته ویلي په دغه ولایت کې فساد اوج ته رسېدلی او له همدې امله د ولسي جرګې غړي او د زابل والي غواړي خپل کس د کلات د ښاروال په توګه وټاکي.
د کلات اوسېدونکي وايي ښار کثافاتو پر سر اخیستی او د ښاروالۍ هېڅ فعاليت نه تر سترګو کېږي.
خو سیمه ییز چارواکي بیا وايي، د ښاروال په نه شتون کې هم د ښاروالۍ کارکوونکي کار کوي او د کلات ښار چارې په سمه توګه پر مخ روانې دي.
د کلات د ښاروال د ټاکلو په سر په ملي شورا کې د زابل د استازو او د دغه ولایت د والي ترمنځ اختلاف د دې لامل شوی چې کلات د څلورو میاشتو راهیسې بې ښارواله پاتې شي.
د سیمه ییز ارګانونو یو چارواکي چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل، په زابل ولایت کې فساد لوړې کچې ته رسېدلی او له همدې امله د دغه ولایت والي او په ملي شورا کې د زابل استازي هر یو غواړي چې خپل کس د ښاروال په توګه وټاکي.
د سرچینې په وینا د دې ستونزې د هواري یوازینۍ لار دا ده چې مرکزي حکومت یو کس د کلات د ښاروال په توګه وټاکي او ملاتړ يې وکړي.
په همدې حال کې د کلات یو شمېر اوسېدونکي او قومي مشران وايي د ښاروال د نه شتون له امله د ښاروالۍ فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.
دوی وايي، په ښار کې کثافات ډېر شوي، د ښار پاکوالی خراب شوى او ولايتي اداره دې ستونزې ته هېڅ پام نه کوي.
خو د زابل والي محمد اشرف ناصري د ښاروال په نه شتون کې هم د ښاروالۍ چارې روانې او ګړندۍ بولي.
ښاغلی ناصري وايي، د ښاروالۍ ټول مامورين په خپله دنده بوخت دي او د ښار په کارونو کې کومه نيمګړتيا نشته.
ویل کېږي د کلات پخوانی ښاروال سيد احمد ساپى د ملي شورا د یو شمېر غړو له پرله پسې شکایتونو وروسته له دندې ګوښه کړل شوی دی.
د حکومتي چارواکو په مقرریو کې د ملي شورا د غړو مداخله کومه نوې خبره نه ده، او په وار وار د دغې شورا د خپلو غړو له خوا هم دا شکایت شوی چې ځینو ولسي استازو خپله اصلي دنده چې قانون جوړونه او د حکومت پر کړنو څار دی، پرې ایښې او هڅه کوي چې خپل کسان په ولایتونو او پلازمېنه کابل کې په حکومتي پوستونو کې وټاکي.








