د ۶ میلیون ډالرو په ارښت غلا شوې تابلو مراکش کې موندل شوې

د عکس سرچینه، AFP
د مراکش پولیسو د ایټالیا شمالي مودینا ښار له یوې کلیسا نه هغه غلا شوې هنري تاریخي تابلو موندلې، چې قیمتی یې شپږ میلیون امریکايي ډالر اټکل شوی دی.
په مراکش کې د ملي امنیت عمومي مشرې په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د قضائیه قوې اړوندو پولیسو قضايي څېړنه پیل کړې ده، چې د دغې تابلو هنري اصلیت پیدا کړي. دا تابلو په دارالبیضاء ښار کې ده، اټکل دی چې د ایټالیا له یوې کلیسا غلا شوې وي".
په خبرپاڼه کې راغلي، د مراکش چارواکو په روم کې د نړیوالو پولیسو (انټرپول) دفتر ددغې تابلو په موندلو خبر کړی دی.
وايي انټرپول اوس ددغې تابلو د جزییاتو په اړه څېړنه کوي چې ایا رښتیا له کلیسا غلا شوې هغه موندل شوې او که کومه بله ده.
د مراکش امنیتي ځواکونو د چارشنبې په ورځ د هېواد شمالي دارالبیضاء ښار کې د ارزښتناکو تاریخي اثارو د غلا او خرڅلاو په تور نیولي، چې همدا لوحه یې هم ورسره مندلې ده.
د ایټالیا مودینا ښار عمومي څارنوالې لوشیا موستي د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، ایټالیايي چارواکو د انټرپول په مټ خبر کړل شوي چې مراکش کې یوه هنري تاریخي لوحه موندل شوې ده.
ایټالیايي پولیسو ویلي، له مراکشي چارواکو سره یې د دغې هنري لوحې د بېرته ستنولو په اړه اړیکه نیولې ده.
د ایټالیا مودینا ښار کې د "سان ویتچینسو" په نامه کلیسا د ۲۰۱۴ کال اګسټ میاشت کې د ایټالیايي رسام "جوفاني فرانشیسکو باربییري"، چې په "ګورچینو" مشهور دی، د یوې هنري لوحې د ورکېدو اعلان وکړ.
نوموړي دا لوحه په ۱۶۳۹ کال رسم کړې وه چې په ایټالیا کې له ارښتناکو هنري او تاریخي شاهکارونو ګڼل کېده.








