د مادرید موزیم کې "کله واده کوې" تر ټولو شتمنه لوحه

د عکس سرچینه،
د مادرید رینا سوفیا موزیم کې د "ناویا فایبویبو" یا "کله واده کوې" لوحه نندارې ته وړاندې شوې ده.
ویل کېږي چې دا د فرانسوي هنرمند پال جوجوان په لاسونو رسم شوې تر اوسه تر ټولو په لوړه بیه پلورل شوې هنري لوحه ده.
دا لوحه د تېلو په مټ په ۱۸۹۲ کال کې رسم شوې، چې د تاهیتي دوه نجونې پکې انځور شوې دي.
یاده لوحه د روان کال په لومړیو کې د رودولف ستایچیلین د کورنۍ له خوا په نژدې درې سوه میلیون ډالرو پلورل شوې وه.
وړاندې د هنرمند پاول سیزان "پر پاڼو لوبې کوونکي" هنري لوحه تر ټولو په لوړه (۲۵۰ میلیون ډالرو) بیه پلورل شوې وه.
ستایچیلین د تېرې جمعې په ورځ مادرید موزیم کې له دغې لوحې د پردې پورته کولو پرمهال د لوحې اصلي بیه ونه ښوده.
دغه لوحه مادرید موزیم کې د شاوخوا شپېتو نورو هنري ټوټو ترڅنګ د راتلونکي سپتمبر تر نیمايي پورې نندارې ته اېښودل شوې.




