د سفارت پرانیستلو لپاره د سعودي پلاوی ایران ته رسېدلی

د ایران او سعودي بیرغونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د سعودي عربستان یو پلاوی د شنبې په ورځ تهران ته رسېدلی چې په ایران کې د سعودي د سفارت پرانیستلو پر سر خبرې وکړي. دا ګام دوه ورځې وروسته تر هغه واخیستل شو چې بیجینګ کې د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیران په یوه تاریخي لیدنه کې سره مخامخ شول.

د سعودي خبري اژانس د بهرنیو چارو وزیر له خولې ویلي، دا لیدنه د مارچ میاشتې د لسمې د (درې اړخیزه هوکړې) له مخې د چین په منځګړتوب شوې ده چې موخه یې له ۲۰۱۶ راهیسې د ایران او سعودي ترمنځ د ترینګلو اړیکو بېرته رغول دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان له ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره بیجینګ کې د لیدنې پرمهال ژمنه وکړه چې په خلیج سیمه کې به د امن او ټیکاو راتلو په ګډه کار کوي.

د دواړو خواوو په ګډه اعلامیه کې راغلي وو "دواړو غاړو د بجینګ هوکړې پر مادو د عملي کولو ټینګار وکړ،‌ چې د دواړو ترمنځ د باور فضا ټینګه او په سیمه کې د ټیکاو او هوساینې لپاره ډېر کار وشي."

دواړو هېوادونو وروسته تر هغه له یو بل سره اړیکي غوڅ کړل چې په سعودي کې د یوه شیعه مذهبي مشر د اعدامېدو په تعقیب لاریونیانو تهران کې د سعودي پر سفارت برید وکړ.

اټکل کېږي چې د ناڅاپي نژدېوالی به په منځني ختیځ کې د تېلو د یوه لوی صادروونکي او ایران ترمنځ په سیمه کې د نورو مسلو د هواري لپاره هم ښه تمام شي.

په هوکړه کې راغلي چې دواړه هېوادونه به په دوو میاشتو کې خپل سفارتونه پرانیزي او ۲۰ کاله وړاندې لاسلیک شوې اقتصادي و امنیتي هوکړې به عملي کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

سعودي ته د ایراني ولسمشر د سفر بلنه

سعودي او ایران

د عکس سرچینه، Reuters

د ایران ولسمشر ابراهیمي رئیسي د سعودي پاچا سلمان په روژه میاشت کې سعودي ته د ورتګ بلنه هم ورکړې ده.

امریکا له لسیزو راهیسې په منځني ختیځ کې د خپلو همګټو ملګرو په مټ یو قوي ځواک پاتې شوی، خو له سعودي عربستان سره یې اړیکي په ورستیو کلونو کې یو څه څپ څپانده شوي دي.

امریکا د ایران-سعودي د نژدېوالي هرکلی کړی.

ایران او سعودي دواړه په سوریه، لبنان او عراق کې خپل نفوذ ‌ډېرول غواړي او په یمن کې دواړه د جنګېدونکو غاړو ملا تړي، ایران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او سعودي بیا د یمن د حکومتي پوځ ملاتړ ته مخه کړې ده.