تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سفارت پرانیستلو لپاره د سعودي پلاوی ایران ته رسېدلی
د سعودي عربستان یو پلاوی د شنبې په ورځ تهران ته رسېدلی چې په ایران کې د سعودي د سفارت پرانیستلو پر سر خبرې وکړي. دا ګام دوه ورځې وروسته تر هغه واخیستل شو چې بیجینګ کې د ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیران په یوه تاریخي لیدنه کې سره مخامخ شول.
د سعودي خبري اژانس د بهرنیو چارو وزیر له خولې ویلي، دا لیدنه د مارچ میاشتې د لسمې د (درې اړخیزه هوکړې) له مخې د چین په منځګړتوب شوې ده چې موخه یې له ۲۰۱۶ راهیسې د ایران او سعودي ترمنځ د ترینګلو اړیکو بېرته رغول دي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان له ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره بیجینګ کې د لیدنې پرمهال ژمنه وکړه چې په خلیج سیمه کې به د امن او ټیکاو راتلو په ګډه کار کوي.
د دواړو خواوو په ګډه اعلامیه کې راغلي وو "دواړو غاړو د بجینګ هوکړې پر مادو د عملي کولو ټینګار وکړ، چې د دواړو ترمنځ د باور فضا ټینګه او په سیمه کې د ټیکاو او هوساینې لپاره ډېر کار وشي."
دواړو هېوادونو وروسته تر هغه له یو بل سره اړیکي غوڅ کړل چې په سعودي کې د یوه شیعه مذهبي مشر د اعدامېدو په تعقیب لاریونیانو تهران کې د سعودي پر سفارت برید وکړ.
اټکل کېږي چې د ناڅاپي نژدېوالی به په منځني ختیځ کې د تېلو د یوه لوی صادروونکي او ایران ترمنځ په سیمه کې د نورو مسلو د هواري لپاره هم ښه تمام شي.
په هوکړه کې راغلي چې دواړه هېوادونه به په دوو میاشتو کې خپل سفارتونه پرانیزي او ۲۰ کاله وړاندې لاسلیک شوې اقتصادي و امنیتي هوکړې به عملي کېږي.
سعودي ته د ایراني ولسمشر د سفر بلنه
د ایران ولسمشر ابراهیمي رئیسي د سعودي پاچا سلمان په روژه میاشت کې سعودي ته د ورتګ بلنه هم ورکړې ده.
امریکا له لسیزو راهیسې په منځني ختیځ کې د خپلو همګټو ملګرو په مټ یو قوي ځواک پاتې شوی، خو له سعودي عربستان سره یې اړیکي په ورستیو کلونو کې یو څه څپ څپانده شوي دي.
امریکا د ایران-سعودي د نژدېوالي هرکلی کړی.
ایران او سعودي دواړه په سوریه، لبنان او عراق کې خپل نفوذ ډېرول غواړي او په یمن کې دواړه د جنګېدونکو غاړو ملا تړي، ایران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او سعودي بیا د یمن د حکومتي پوځ ملاتړ ته مخه کړې ده.