تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران له سعودي سره د اړیکو د ښه کولو په اړه خبرې وځنډولې
د ایران د امنیت عالي شورا ویپاڼې نورنیوز اعلان کړی چې تهران له سعودي عربستان سره خبرې په موقتي ډول ځنډولې دي.
نور نیوز لیکي د ایران حکومت د خبرو د ځنډولو په اړه جزییات نه دي ورکړي خو ټینګار یې کړی چې دا خبرې په ''یو اړخیز ډول '' ځنډول شوي دي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین تېره ورځ اعلان کړی و چې هېواد به یې د راتلوونکې چهارشنبې په ورځ د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د خبرو د یوه نوي پړاو کوربه وي.
ایران او سعودي عربستان له تېرو شپږو کالو راهیسې سیاسي او اقتصادي اړیکې نه لري.
د اړیکو له پرې کېدو یوې اوږدې مودې وروسته څه موده وړاندې دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو په اړه د عراق په مینځګړیتوب خبرې پیل کړي.
د سعودي عربستان او ایران ترمنځ اړیکې په ۱۳۹۴ کال کې هغه مهال پرې شوې چې په تهران کې یو شمېر پارېدلو محصلینو د سعودي عربستان پر سفارت حمله وکړه او په مشهد کې یې د سعودي کونسلګرۍ وسوځوله.
ریاض هم په غبرګون کې ایراني دیپلوماتان وشړل او خپلې اړیکې یې له ایران سره پرې کړې.
په تهران کې د سعودي پر سفارت او مشهد کې پر کونسلګرۍ حمله وروسته له هغه وشوه چې په سعودي کې یو تن روحاني شیعیه مشر (باقر) اعدام شو.
سعودي عربستان په یمن کې د قانوني دولت او ایران له انصارالله ډلې چې د حوثي یاغي ډلې په نامه هم مشهوره ده او د یمن د ځینو برخو کنترول یې په لاس کې دی ملاتړ کوي.
ایران سعودي تورنوي چې په یمن کې یې د جګړې له لارې انساني بحران رامنځ ته کړی دی.
سعودي عربستان بیا وايي چې ایران په یمن کې د حوثي یاغیانو په ملاتړ د یمن ثبات له منځه وړی او د قانوني دولت د واکمنېدو مخه یې ډب کړې ده.
مخکې ایران له سعودي عربستان سره د اړیکو د ښه کولو په اړه خبرې ''پر سمه لاره '' بللې وې.
د سعودي پاچا ملک سلمان هم د ملګرو ملتونو عمومۍ اسمبلۍ ته په یوه پیغام کې له ایران سره خبرو ته هیله مندي ښوولې وه چې ګټورې پایلې به ورکړي.
د خبرو له پیل نه یوه میاشت وروسته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له ایران سره خبرې ''دوستانه '' بللې وې خو ویلي یې وو چې په دې خبرو کې هېڅ ''پام وړ پرمختګ '' نه دی شوی.
دا خبرې د ملګرو ملتونو لخوا په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو د هڅو سره هممهاله کېدې.
د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د خبرو د ځنډېدو خبر په داسې حال کې خپور شوی چې په ویانا کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه خبرې هم له ۱۱ میاشتو وروسته وځنډول شوې.
جرمني، بریتانیا او فرانسې چې له ایران سره د شوي اتومي تړون غړي هېوادونه دي په یوه ګډه اعلامیه کې له ایران سره د شوي اتومي تړون د له مینځه تللو خبرداری ورکړی دی.