تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فایننشل ټایمز: ایران او سعودي بغداد کې مخامخ خبرې کړې دي
برتانیوۍ فایننشل ټایمز ورځپاڼې ویلي، د ایران او سعودي جګپوړو چارواکو د ښو اړیکو د ټینګولو په موخه په بغداد کې مخامخ خبرې کړې دي. د دې دوو هېوادونو ترمنځ پنځه کاله وړاندې ډیپلوماتیکي اړيکي ختمې شوې وې.
داسې ښکاري چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ تر ۲۰۱۶ کال راهیسې دا تر ټولو مهمې سیاسي خبرې دي.
فایننشل ټایمز د یوه چارواکي له قوله ویلي چې خبرې د اپرېل میاشت پر نهمه ترسره شوې، پر سعودي عربستان د حوثيانو د بریدونو پر موضوع بحث پکې شوی او دغه خبرې اترې یې "مثبتې "ارزولې دي.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د یمن د دولت او ایران د شیعه حوثیانو ملاتړ کوي.
دغه چارواکي ویلي د سعودي پلاوي مشري د دغه هېواد د اطلاعاتو ادارې مشر خالد بن علی الحمیدان کوله او ټآکل شوې ده د خبرو اترو دویم پړاو راتلونکې اوونۍ ترسره شي.
د خبرو آسانچاري د عراق لومړي وزیر مصطفی کاظمي کړې چې تېره میاشت یې د سعودي له ولیعهد سره لیدلي.
دا خبرې داسې حال کې ترسره شوي چې د امریکا ولسمشر جوبایډڼ هڅه کوي له ایران اټومي هوکړې ته چې په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره لاسلیک شوې بېرته ستون شي او سیمه ییز کړکېچ لږ کړي.
د فایننشیل ټایمز په وینا سعودي عربستان غواړي له یمني حوثي یاغیانو سره خپله جګړه پای ته ورسوي چې د دوی پر مهمو تاسیساتو یې خپل بریدونه روان ساتلي دي.
حوثي یاغیانو سږکال لسګونه ډرون بریدونه پر سعودي عربستان ترسره کړي دي.
فایننشیل ټایمز د رپوټ په یوه بله برخه کې ویلي چې یوه لوړپوړي سعودي چارواکي له ایران سره هر ډول خبرې رد کړي او د ایران او عراق دولتونو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو یوه لوړپوړي عراقي چارواکي او یوه بهرني ډیپلومات د خبرو اترو خبره تایید کړی دی. دغه عراقي چارواکي ویلي هېواد یې غواړي په سیمه کې د مخالفو خواو ترمنځ د اړیکو پُل وګرځي.
ورځپاڼه دا اړیکي په سیمه کې د حالاتو د ښه کېدو پر لور یو ښه ګام بولي.
له هغه وروسته چې پر ۲۰۱۳ کال د یمن حوثي وسله والو د دغه هېواد د ولسمشر عبدربه منصور هادي حکومت وپرځاوه او نوموړی ریاض ته جلا وطن شو، سعودي د حوثیانو پرضد د اتو عرب هېوادونو ټلواله جګړه کړه چې نوموړی بېرته واکمن کړي.
دغه شپږ کلنه جګړه کې پر یو لک لس زرو کسانو وژل کېدو سربېره میلیونونه یمنیان بې کوره شول او د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، دا جګړه "د پېړۍ تر ټولو بد ناورین" دی.
څه باندې دوه میاشتې وړاندې امریکا په یمن کې د حوثیانو پرضد د سعودي په مشرۍ ټلوالې سره د شپږ کلن پوځي او استخباراتي ملاتړ درولو خبره وکړه.
د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، چې د یمن جګړه کې د سعودي په مشرۍ ټلواله باندې پرمختللې وسلې پلورل او پوځي مرستې دروي، خو نیت لري د هغو توغندیزو بریدونو په فاع کې د ریاض ملاتړ وکړي چې "د ایراني وسلې کارولو" سره کېږي.