تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي: ۱۵ کسان ایران ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شول
د سعودي عربستان اړوند العربیه تلوېزیون رپوټ ور کوي چې د دغه هېواد یوې محکمې ایران ته د جاسوسۍ په تور۱۵ کسان په عدام محکوم کړي دي.
په دغه دوسیه کې ۳۲ کسان تورن وو، چې د سعودی عربستان۳۰ شیعه مذهبه، یو افغان او یو ایرانی پکې وو.
دوی په ۲۰۱۳ کال نیول شوي او ایران ته په جاسوسۍ تورن شوي وو.
د دغو تورنو محاکمه په تېره فرورۍ کې پیل شوه.
تراوسه د نورو تورنو په هکله د حکم او په اعدام د محکومو کسان ملت نه دی په ډاګه شوی.