سعودي: د ایران پر ضد پوځي ګام هم اخیستلی شو

د بهرنیو چارو لپاره د سعودي دولت وزیر ویلي، پر خپلو تېلو د ایران بریدونو ته د پوځي ګام په ګډون هر ډول ځواب ویلی شي. عادل الجبیر بي بي سي ته وویل، سعودي جګړه نه غواړي، خو له ایران سره به د ډرون او توغندیزو بریدونو حساب کېږي.

روانه اونۍ برتانیا، فرانسې او جرمني هم د امریکا دا تور تائيد کړ چې د سعودي عربستان د تېلو پر چاڼځایونه بریدونو کې ایران ښکېل و.

ایران دا تورونه په کلکه رد کړي او ګواښ یې کړی چې هر ډول تېري ته به سخت ځواب وایي.

په یمن کې حوثي یاغیانو، چې د سعودي په مشرۍ د سیمه ییزې ټلوالې او مرکزي حکومت پر ضد جنګېږي، د دې بریدونو مسؤولیت منلی دی.

خو سعودي چارواکي وایي، حوثیان د داسې پراخ او پېچلي برید وړتیا نه لري.

د بهرنیو چارو لپاره د سعودي دولت وزیر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډو کې د بي بي سي خبریالې لیس ډوسېټ ته وویل:

"ټول هڅه کوي چې جګړه ونشي او وضعیت خراب نشي. موږ به پر ټولو لارو چارو غور کوو او پر مناسب وخت به پرېکړه کوو. له ایران سره نرمۍ پخوا هم ګټه نه ده کړې او راتلونکي کې به هم ګټه ونکړي".

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د دې برید پړه پر ایران ور اچولې او وایي، پر تهران یې تر دې مهاله تر ټولو سخت بندیزونه لګولي دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هڅه کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ منځګړتوب وکړي، خو د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، تر هغې چې پر هېواد یې بندیزونه لګېدلي وي، له ولسمشر ټرمپ سره به ونه ګوري.