تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جواد ظریف: پر ایران هر ډول برید به د پراخې جګړې په معنی وي
د امریکا دفاع وزیر له هغو څرګندونو وروسته چې له ځانه دفاع یې د سعودي عربستان حق بللی، د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، پر هېواد به یې هر ډول برید پراخه جګړه وبلل شي.
محمد جواد ظریف د خپل امریکايي سیال مایک پومپيو له هغو څرګندونو وروسته دا خبره کړې چې ویلي یې و، پر سعودي چڼځایونو برید جنګي اقدام و او د ایران فعالیتونه د زغملو نه دي.
ښاغلي پومپیو ویلي وو، سعودي کې د خامو تېلو پر چڼځایونو له بریدونو وروسته له ځانه د دفاع لپاره د سعودیانو ملاتړ کوي.
بل لور ته د پنجشنبې پر ورځ له سي این این خبري شبکې سره خبرو کې ښاغلي ظریف ویلي:
''زه په خورا جدیت سره وایم، چې موږ جګړه نه غواړو. موږ نه غواړو په کوم پوځي جنجال کې ښکېل شو، خو د خپلې خاورې له دفاع به سترګې پټې نه کړو. ''
نوموړی وايي، د سعودي تېلو پر چڼځایونو د برید په تړاو پر ایران د تورونو پورې کول په جګړه کې د امریکايي ولسشمر د ښېکلولو هڅه کېدای شي.
نوموړي دغه راز پر ټویټر یوه پيغام کې ویلي: ''جنګي اقدام او که د جګړې لپاره هڅې؟ بي ټیم او د دوی ژمن ملګري، د ټرمپ غولولو هڅې کوي. ''
ښاغلي ظریف په تېر کې د بي ټيم یا ډلې اصطلاح د اسراییلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو او سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان لپاره کارولې.
بل لور ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، امریکا غواړي په سوله ییز ډول له ایران سره د تاوتریخوالي ختمولو لپاره یوه ایتلاف رامنځته کړي.
ښاغلي پومپیو د ابوظهبۍ له ولیعهد محمد بن زاید سره له لیدو وروسته خبریالانو ته وویل:
''زه دلته په داسې حال کې د ديپلوماسۍ لپاره راغلی یم چې د ایران بهرنیو چارو وزیر د بشپړې جګړې او تر هغه وخته یې د دوام ګواښونه کوي، چې وروستی امریکایی ژوند پاتې وي.
نوموړي زیاته کړه:
''موږ غواړو سولې ته د رسېدو لپاره او د سوله ییز حل لپاره یو اییتلاف رامنځته کړو او دا کټ مټ داسې څه دي چې ولسمشر ټرمپ یې غواړي ورته ورسېږي او هیله من یم د ایران اسلامي جمهوریت هم دغې موضوع ته له همدې نظره وګوري. ''
له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د چهارشنبې پر ورځ له سعودي چارواکو سره د لیدنې لپاره ریاض ته ورسېد.
نوموړي له ولیعهد شهزاده سره له لیدو وروسته پر ټویټر ولیکل، ''ایراني اقدامات د زغملو نه دي او د تېلو پر چڼځایونو بریدونه نه یوازې د سعودي عربستان لپاره، بلکې د امریکایانو او نړۍ ته د نفتو رسولو د لارې لپاره هم خطر دی. ''