سعودي کې د تېلو پر چاڼځیو'د ایران له خاورې برید' شوی

رپوټونه وايي، امریکایانو ته د ایران په خاوره کې هغه ځای معلوم شوی چې د شنبې پر ورځ په سعودي عربستان کې ترې د تېلو پاکولو پر چاڼځیو ډرون او توغندیز بریدونه شوي وو.

یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي سي بي ایس خبري شبکې ته ویلي، دغه ځای په سویلي ایران کې د خلیج پر شمالي څنډه موقعیت لري.

دغه چارواکی وايي، په سعودي عربستان کې د هوايي دفاع سیسټم ځکه د ډرون او توغندیو مخه و نه نیوله چې په وینا یې د یمن له لوري د بریدونو مخنیوي لپاره د سویل لور ته ځای پر ځای شوي وو.

ایران په دغو بریدونو کې ښکېلتیا رد کړې چې په نړیواله کچه یې د نفتو پر بازارونو اغېز وکړ.

په یمن کې ایران پلوه حوثي یاغیانو ادعا کړې وه چې په نړۍ کې تر ټولو پر لوی ابقایق نفتو پروسس کارځای، او دغه راز پر خرایس کارځای دوی ډرون برید کړی و.

حوثي یاغیانو له دې مخکې هم په سعودي کې د تېلو پاکونو پر کارځایونو بریدونه کړي، خو پر یکشنبه امریکايي چارواکو وویل، دوی باوري دي چې دغه بریدونه د سویل، سویل لوېدیځ له لوري نه وو شوي، بلکې د شمال یا شمال لوېدیځ له لوري شوي وو.

له دې مخکې د دوشنبې پر ورځ د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي و، چې لومړنۍ نښې نښانې ښيي چې برید کې کاروول شوې وسله ایرانۍ ده. سعودي علامیه کې دا هم ویل شوي و، چې دوی به له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ماهرینو وغواړي چې په څېړنه کې ګډون وکړي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټن ګرفتس د دوشنبې پر ورځ امنیت شورا ته وویل، په څرګند ډول نه پوهېږي چې دغه بریدونو کې د چا لاس دی، خو په وینا یې دې بریدونو سره په سیمه کې د جګړو احتمال ډېر شوی دی.

د برتانیا بهرنیو چارو وزیر ډومینک راب د سیمې بې ثباتۍ ته په اشارې سره ویلي، دغه بریدونه له نړیوالو قوانینو سر غړونه ده. د چین او اروپايي ټولنې لخوا په ځانګړو اعلامیو کې د دغو بریدونو په تړاو اندېښنه څرګنده شوې ده.