تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان ریښتیا هم د ایران او امریکا ترمنځ منځګړتوب کولی شي؟
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، حکومت یې هڅه کوي د ایران او امریکا ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ د اوارولو لپاره منځګړتوب وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد استازې ملیحه لودي سره ګډه خبري غونډه کې هغه دا هم وویل، چې له ولسمشر ټرمپ سره یې لیدنه کې پر ایران هم خبرې وکړې او له هغه سره تر لیدنې وروسته له ایراني ولسمشر سره هم ویني.
خو پوښتنه دا ده چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ منځګړتوب کولی شي که نه؟
تهران کې خبریاله زهره زیدي وايي، د ایران او پاکستان ترمنځ اړیکي کله ښه او کله کړکېچن وي:
"تل داسې ښکاري چې د پاکستان او ایران ترمنځ کوم تړون کېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي او سوداګري ښه کېږي، خو پاکستان بیا شاته ځي، سره له دې چې پاکستان یې ګاونډی دی، خو ایرانیانو کې یې ډېر ښه تاثر نشته او دوی وايي، چې پر پاکستان د امریکا ډېر فشار دی".
د هغې په خبره، کله چې عمران خان واکمن شو، داسې ښکارېدل چې ستر ګام به پورته کړي، خو د اسټبلېشمنټ له امله یې لاس ډېر ازاد نه دی.
"ډېر څه ویني، خو غوښتلی یې نه شي، ځکه د اسټبلشمنټ له ډېر فشار سره مخ دی او له بهر هم هېوادونو پرې فشار اچولی چې له اسراییل سره اړیکي ولري".
له امریکا سره چې د اړیکو خبره ده، اوس لومه کې لوېدلې او چرته یې چې ګام اېښی له مشکل سره مخ ده، د سعودي هم همدا حال دی، خو پاکستان د امریکا او سعودي سره تلل غواړي او دا دواړه د ایران مخالف دي.
"ایرانیانو ته هم پته لګېږي چې له دې دواړو سره یې اړیکي ډېر ښه دي او چې څه کوي، نو خپلې ګټې پکې ډېرې په پام کې نیسي، ځکه زه نه پوهېږم چې منځګړتوب کولو کې پاکستان کوم ځانګړی رول تر سره کړي".
اسلام اباد کې د قاید اعظم پوهنتون د نړیوالو چارو استاد ډاکټر قندیل عباس وايي، دا مهال د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړتوب لپاره دوه مهمې هڅې کېږي، یو د فرانسې ولسمشر او بل هم د جرمني لومړۍ وزیره.
"مېرکل تېره ورځ د ایران له ولسمشر سره ناڅاپي لیدنه هم درلوده، د دوی دواړو هڅې مهمې دي، ځکه چې دواړه سوداګریز اړیکي ور سره لري او پخوا چې له ایران سره کوم تړون شوی، هغه کې یې هم مهم رول و".
دریم هم د عمران خان هڅې دي، ځینې سرچینې وايي، چې ښاغلي خان دا وړاندیز کړی، خو نور وايي، ولسمشر ټرمپ ترې غوښتي چې دا کار د دوی لپاره وکړي.
"د عمران رول ځکه مهم دی چې که فرانسه، جرمني یا کوم بل اروپايي هېواد وي، نو هغه له امریکا سره یوه ډله کې بلل کېږي، ډېرو مسلو کې د امریکا دریځ تاییدوي، لکه سعودي کې پر ارامکو بریدونه، چې پر ایران یې په تور لګولو سره وویل، داسې پکار نه و".
د نوموړي په خبره، د ایران مشر تابه هم د اروپايي هېوادونو دومره باور نه لري، څومره چې پکار دی:
"د پاکستان او ایران ترمنځ اړیکي هرو مرو لوړې ژورې لري، خو ترمنځ یې داسې مسله هم نشته چې اړیکي یې ډېر اغېزمن کړي وي".
دا ډول موږ وینو چې سعودي کله یمن کې د پاکستان د مرستې غوښتنه وکړه، اسلام اباد بې پرېتوب غوره کړ چې ور سره ډېر عرب ملکونه خواشیني شول:
"اوس چې د اسلامي هېوادونو پوځ جوړېږي او راحیل شریف یې مشر دی، نو د پاکستان په تړاو پوښتنې را پورته کېږي چې سیمه کې یې انډول دریځ اغېزمنېږي، خو اسلام اباد وايي، د راحیل شریف موجودیت به دې سره مرسته وکړي چې پاکستان ریاض او تهران سره نږدې کړي".
د نوموړي په اند، له ځینې ستونزو سره سره ایران د کشمیر مسله کې د پاکستان ښکاره لاسنیوی وکړ، خو ډېرو عرب ملکونو دا ډول کار ونه کړ:
"د پاکستان پالیسي جوړوونکي هرو مرو په دې خبره پوهېږي چې ستونزو کې ایران پاکستان ته لاس ور کوي، سره له دې چې ایران د هند پر مارکېټونو ډېر ولاړ دی، خو د پاکستان په هکله یې نظر ډېر متوازن دی".
ځکه ویلی شو چې پاکستان که د ایران او امریکا یا د ایران او سعودي ترمنځ منځګړتوب غواړي، نو کولی یې شي.