بهرنیو ځواکونو ته د ایران ګواښ: خلیج ته مه راځئ

په داسې حال کې چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ سیاسي ترینګلتیا ډېره شوې ده چې په لړ کې یې امریکا سعودي ته دفاعي ځواکونه استوي، د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، "د وسلو لوبه مه جوړوئ."

سعودي ته د امریکايي ځواکونو د استول کېدو له خبر وروسته ښاغلي ورحاني خبرداری ورکړی چې بهرني ځواکونه د خلیج امنیت ته ګواښ پېښوي.

روحاني وايي، بهرنیو ځواکونو تل "درد او خپګان" ورسره راوړی او پکار ده چې "وسلو لوبه" ښکېل نه کړل شي.

امریکا سعودي ته د خپلو پوځیانو د استولو پرېکړه په سعودي کې د دغه هېواد د تېلو لوی شرکت ارامکو پر دوو تېل چڼځایونو د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته کړې ده.

حسن روحاني واييو ایران به په راتلونکو څو ورځو کې ملګرو ملتونو کې د خلیج لپاره د سولې یو نوی نوښت پیل کړی.

روحاني دا څرګندونې تهران کې د ایران - عراق د ۱۹۸۰-۱۹۸۸ کلونو د جګړې د کلیزې لمانځلو پرمهال کړې دي.

روحاني وویل: "بهرني ځواکونه زموږ د خلکو او زموږ د سیمې لپاره د ستونزو او ناامنیو لامل ګرځېدلي دي".

نوموړي ویلي، په تېر کې سیمې ته د بهرنیو ځواکونو استول یو "ناورین" و چې اوس باید له "سیمې بهر" دغه ځواکونه پاتې شي.

په یمن کې د ایران له ملاتړه حوثي یاغیانو د سولې د یوې برخې په توګه پر سعودي عربستان د خپلو ټولو بریدونو پای ته رسولو وړاندیز کړی، چې ملګرو ملتونو یې د دې ګام هرکلی کړی دی.

په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دا وړاندیز "د جګړې د ختمولو لپاره د هوډ‌ یو قوي پیغام دی".

دا وړاندیز داسې مهال شوی چې یوه اونۍ مخکې بې پیلوټه الوتکو د سعودي عربستان د تېلو دوه چڼځایونه په نښه کړل.‌

حوثي یاغیانو د بریدو مسؤولیت ومانه، خو امریکا او سعودي یې مسؤولیت پر ایران واچاوه.

تهران په دې بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړل.

د یمن کورنۍ جګړه کې تر اوسه ۱۰۰۰ کسان وژل شوي او میلیونونه نور د جګړې په اور کې ایسار پاتې دي چې دا په نړۍ کې یو لوی ناورین بلل شوی دی.

سعودي او سیمه ییز ټلوال یې په ۲۰۱۵ کال هغه مهال د یمن جګړې ته ورکش کړل شول چې د حوثي یاغیانو پرضد یې کمپیان پیل کړل، د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي یې له واکه لیرې کړ او پلازمېنه صنعاء حوثیانو ونیوله.‌

حوثیانو پر سعودي د بې پیلوټه الوتکو توغندیو او راکټو ګوزارونه ورکړل.‌

د حوثیانو وړاندیز

په یوه تلوېزیوني پیغام کې د حوثیانو سیاسي شورا مشر مهدي المشات وویل، دا ډله به پر سعودي خپل ټول بریدونه ودروي، چې له سعودي او د سعودي له ملاتړو هم د ورته ګام اچول غواړي.

د شنبې په ورځ د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټیت ګریفټس پر سعودي د حوثي یاغیانو د بریدونو پای ته رسولو د وړاندیز هرکلی وکړ او د یوه سیاسي حل غوښتنه یې وکړه.

د ټرمپ د ادارې جګپوړو چارواکو د نومونو نه ښودلو په شرط امریکايي رسنیو ته ویلي، د سعودي پر تېلي چڼځایونو بریدونه د ایران په سوېل کې پلان شوي وو.

د جمعې په ورځ امریکايي چارواکو سعودي ته د هوايي او د توغندیو د دفاع پخاطر د خپلو پوځيانو د استولو اعلان وکړ.

د سپاه پاسداران مشر تورنجرال حسین سلامي پلازمېنه تهران کې د نیول شویو ډرون یوه نندرانو پر مهال وویل، پر هر هغه چا به ګوزار وکړي، چې د ده په خبره د ایران له پولو ورواوړي:

''موږ به د هر یرغل مخه ونیسو، موږ به د هر یرغل تر بشپړې ویجاړۍ پورې دوام ورکړو. ''

د ایران انقلابي ځواک د دغه هېواد د پوځ یوه برخه دي او د امریکا متحدو ایالتونو له لوري ترهګر سازمان بلل شوی دی.

سعودي چارواکي وايي، د تېلو پر چڼځایونو د تېرې اونۍ هغو بریدونو ته به (اړینو اقداماتو) سره ځواب ورکړي، چې دوی یې تر شا د ایران لاس درلودلو تور تکرار کړی دی.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر عدیل الجبیر وايي، په دغو بریدونو کې ایرانۍ وسله کاروول شوې او په وینا یې د څېړنې بشپړې موندنې به برالا کړي.