تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران او سعودي عرب ملګرو ملتونو کې پر یوه بل سختې نیوکې وکړې
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز پر ایران سختې نیوکې کړې او په ځواب کې یې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران استازي پر سعودي عرب تورونه پورې کړي دي.
خو ایراني استازي د تورونو تر څنګ سعودي عرب ته د 'هر اړخیزو ' خبرو وړاندیز هم کړی دی.
ایراني استازي مجید راونچي پر سعودي عرب د یمن په جګړه کې د 'ترهګرۍ او جرمونو د ملاتړ ' تور ولګاوه.
سعودي پاچا بیا ایران تورن کړ، چې په یمن کې یې د حوثي یاغیانو په ملاتړ سعودي کې د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي او د یمن په چارو کې بې ځایه لاسوهنه کوي.
له تېرو څو کلونو راهیسې د منځني ختیځ په شخړو کې ایران او سعودي عرب د یوه بل د مخالفو ډلو ملاتړ کړی او دواړو هېوادونو په سیمه کې پر یوه بل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې تور پور کړی دی.
ایراني استازي مجید تخت روانچي پر سعودي عرب تور پور کړ، چې د 'یمن خلکو لپاره د تېلو، خوراک او درملو لېږد مخنیوي تر څنګ د غیر بشري فعل په توګه قحطي د جنګي وسلې په توګه کاروي. '
ښاغلي روانچي دغه راز ادعا وکړه، چې 'اسلامي دولت نومې ډله او القاعده غوندې خطرناک تنظیمونو اصلاً د سعودي عرب له وهابي مفکورې الهام اخیستی. '
خو د دې تر څنګ ایراني استازي له سعودي عرب سره د خبرو غوښتنه هم وکړه.
نوموړي له سعودي چارواکو وغوښتل چې 'پر بهرنیو پوځیانو د تکیې پر ځای ' په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره له ټولو خلیجي هېوادونو سره د متقابل درناوی پر بنسټ 'هراړخیز ' مذاکرات وکړي.
د یادونې ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ تېر کال تاوتریخوالی هغه وخت خورا ډېر شو، چې دواړو هېوادونو پر یوه بل د پولو سیمه کې د بریدونو تورونه پورې کړل.
ایران د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې وویل چې بحیره احمر کې د جدې له بندره ۶۰ میله لېرې د دغه هېواد پر تېل لېږدونکې بېړۍ برید شوی دی.
ایراني چارواکو د کوم هېواد نه و یاد کړی، خو په غیر مستقیم ډول یې سعودي عرب د دغه برید مسوول باله.
سعودي عرب دغه تورونه رد کړي وو.
له دې یوه میاشت مخکې سعودي عرب او امریکا پر ایران تور پورې کړی و، چې د سعودي عرب په بقیق او خریص ښارونو کې یې د ارامکو شرکت د تېلو پر تاسیساتو بریدونو کې لاس درلود.
خو بل لور ته په یمن کې حوثي یاغیانو ادعا کړې وه، چې د سعودي عرب د یرغل ځواب په توګه یې د دغه هېواد د تېلو پر تاسیساتو برید کړی.
ایران ویلي و، دوی له دې بریدونو سره هېڅ تړاو نه لري. ایران او سعودي عرب د سیمې دوه پیاوړي هېوادونه دي، چې په سیمه کې د زیات نفوذ لپاره هڅې کوي.
له څو لسیزو راهیسې دغه شخړه د مذهبي اختلاف له کبله نوره زیاته شوې. د دواړو هېوادونو تر منځ دغه اختلاف د سیمې په هېوادونو کې هم تر سترګو کېږي، چې سني اکثریت هېوادونه سعودي عرب او شیعه اکثریت د ایران لور ته د مشرتابه لپاره ګوري.