د ایران او سعودي عرب تر منځ خبرې: دواړه هېوادونه د اړیکو پر بېرته رغېدو سلا شوي

د ایران او سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیرانو له ۲۰۱۶ کال وروسته په لومړی ځل خبرې پیل کړې دي. ریاض او تهران ته په منځني ختیځ کې د سیالو ځواکونو په سترګه کتل کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په چین کې د خبرو پر مهال، د سفارتونو د بیا پرانیستلو او د الوتنو بیا پیلولو په ګډون د اړیکو د پراختیا په اړه اعلامیه هم لاسلیک کړې ده.‌

اېرنا خبری اژانس د دغې اعلامیې په اړه لیکلي: "دواړو لورو موافقه وکړه چې په ټاکل شوي وخت کې به د سفارتونو د بیا پرانیستلو او په جده او مشهد کې د دغو دوو هېوادونو د قونسلګریو د پرانیستلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي."

د هغې هوکړې پر بنسټ چې تېره میاشت په چین کې شوې وه، ټاکل شوې ده چې دواړه هېوادونه به په راتلونکو دوو میاشتو کې خپل دیپلوماتیکې ادارې بېرته پرانیزي.

دارنګه ایران او سعودي هوکړه کړې چې د الوتنو د بيا پيل او د رسمي پلاويو او خصوصي سکټور، د دوه اړخيزو سفرونو او د وګړو لپاره د ويزو په برخه کې پر اسانتیاوو نورې خبرې هم کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پر ټویټیر له خپل سعودي‌ سیال سره ګډ انځور خپور کړی او وایي "خبرې یې مثبتې وې."

د اېرنا د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر خپل سعودي سیال ته بلنه ورکړې چې تهران ته سفر وکړي.

د سعودي عرب الاخباریه ټلویزیون یوه لنډ ویډیويي رپوټ خپور کړی، چې د شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود او حسین امیر عبدالهیان په چین کې له یوه بل سره د ستړي مه شي په حال کې ښيي.

د سعودي عرب او ایران اړیکي‌ ولي خراب شول؟

سعودي عرب په تهران کې پر خپل سفارت د خلکو یوې ډلې له یرغل وروسته له ایران سره دیپلوماتیکي اړیکي پرې کړل. دا یرغل په سعودي عرب کې د یوه شیعه دیني عالم له اعدام وروسته شوی و. له هغه راهیسې د سني اکثریت سعودي عرب او شیعه اکثریت ایران تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی و.

دوی دواړو پر یوه بل تور پورې کاوه چې په سیمه کې د نفوذ ډېرولو هڅه کوي. دواړو هېوادونو دغه راز د یمن، لبنان، سوریه او عراق په ګډون په منځني ختیځ کې د خپلو پلوی ډلو ملاتړ کاوه. په ځانګړې توګه په یمن کې ایران له حوثي یاغیانو سره کلک ملاتړ درلود، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې سعودي پلوی حکومت وپرځاوه او سعودي عرب بیا له هغه یو کال وروسته د حوثیانو پر ضد د پراخو هوايي بریدونو لپاره یو ائیتلاف رامنځته کړ.

سعودي چارواکو پر ایران دغه راز تور پورې کاوه، چې پر سعودي خاوره د بریدونو لپاره د ایران ملاتړ له ځان سره لري. په ۲۰۱۹ کال حوثیانو د سعودي عرب د تېلو پر ځایونو خورا لوی ډرون او توغندیز بریدونه وکړل، چې له کبله یې د تېلو تولید کې خنډ او ځنډ رامنځته شو.

سعودي او متحد هېواد یې امریکا د دې بریدونو د پړې ګوته ایران ته ونیوله، خو ایران یې دا تورونه رد کړل. له دې مخکې د ایران او سعودي عرب تر منځ د روغې، جوړې هڅې ناکام ثابتې شوې، خو تېره میاشت بیا دواړو هېوادونو اعلان وکړ، چې د یوه بل پلازمېنه کې به دوو میاشتو کې دننه سفارتونه پرانیزي.

دغه راز د دواړو هېوادونو چارواکو وویل، امنیتي او سوداګریز اړیکي به هم له سره پیل کړي. امریکا متحدو ایالتونو په محتاطانه ډول د دې اعلان هرکلی کړی و او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د دې هوکړې لړ کې د منځګړیتوب له کبله له چین مننه وکړه.

د منځني ختیځ ځینې کار پوهان په دې باور دي‌ چې دواړه سیال هېوادونه په تېرو څو کلونوکې له پرلپسې سیاسي او نظامي سیالو وروسته اوس دې پایلې ته رسېدلي چې غوره کړې لار یې سم نه وه،‌ نو ځکه ښايي‌ بیرته د اړیکو عادي کېدو ته ستانه شي.