د پاکستان لنډمهاله حکومت د ناقانونه کډوالو د ایستلو پلان پر عملي کولو ټینکار کړی

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, صابر عزیز
    • دنده, بي‌بي‌سي

د پاکستان چارسمبالي حکومت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا هغه غوښتنه رد کړې چې په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

د بهرنیو چارو وزارت یې په یوه بیان کې ویلي چې له خپل هېواده د غیر قانوني بهرنیو وګړو د ایستلو پلان له نړیوالو نورمونو او ملي ګټو سره سم عملي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د ایستلو لپاره د دغه هېواد د حکومت لخوا ټاکل شوې موده هم وروستۍ ورځ ته رسیدلې.

بلخوا د پاکستاني حکومت د دې پلان پر ضد نیوکې او اعتراضونو هم دوام لري او تازه په کراچۍ کې پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو فعالانو د احتجاجي لاریون په ترڅ د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ درېدل غوښتي.

له پاکستان د ناقانونه کډوالو ایستلو لپاره د ټاکل شوي وخت د پای له رانږدې کېدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا او نورو بشرپالو ادارو د دې هېواد له چارسمبالي حکومته غوښتي وو چې د کډوالو په زور ایستل ودروي.

د بشري حقونو شورا اندیښنه ښودلې چې افغانستان ته په زور استول کېدونکي ځينې خلک ښایي هلته له ځورونو او نورو ستونزو سره مخامخ شي.

د پاکستان لنډمهالی حکومت ویلي د بشري حقونو شورا دا بیان یې لیدلی.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا بلوچ وایي پاکستان دا پرېکړه د خپلواکو کورنیو قوانینو او د پلیتابه وړ نړیوالو نورمونو او اصولو په رڼا کې عملي کوي.

نوموړې وایي نړیواله ټولنه باید د کډوالو ستونزو ته رسیدنه وکړي او پاکستان به هم په دې برخه کې ورسره همکاري شي.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

خو پاکستان کې دننه د دې پلان پر ضد اعتراضوونه هم دوام لري او په وروستي هغه کې لسګونه کسان په کراچۍ کې د افغان کډوالو په ملاتړ په لاریون راوتلي وو.

دا لاریون د پښتون ژغورنې غورځنګ او نورو فعالانو له خوا وو رابلل شوی و او ګډونوالو یې د حکومت دا پرېکړه ظالمانه وبلله او په زور یې د کډوالو د ایستلو لړۍ د بندولو غوښتنه وکړه.

له دې ډلې یوې اعتراض کوونکې ویلي "زما له نظره د پاکستان حکومت د بشر ضد پرېکړه کړې، د یوه بشر په توګه دا خپل مسوولیت بولم چې د انسانان له حقونو دفاع وکړم او افغان کډوال هم د دې بشر برخه دي."

بلې بیا وویل "موږ د پاکستاني حکومت د دې پرېکړې پر ضد راوتلي وو چې د نومبر له لومړۍ به کډوال وباسي، د پاکستان حکومت باید دا بشر ضد کړنې ودروي."

refugees

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه ورځ د مخه د پاکستان لنډمهالي کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي یو ځل بیا وویل چې کډوال باید په خپله په ټاکلې نېټه ووځي کنه دوی به یې په زور وباسي.

هغه ویلي چې له ۱۵ تر ۲۰ زرو غیر قانوني بهرنیانو تر پنجشنبې او جمعې له پاکستانه وتلي دي.

خو هغه کډوال چې لا هم پاتې دي، د ټاکل شوې نیټې را رسېدو ورخطا کړي.

له دوی د ګل نواز په نوم یوه کډوال بي‌بي‌سي سره خبرو کې وویل چې تللو ته یې تیاری نیولي خو نه پوهېږي چې افغانستان ته په رسیدو به یې د ژوند کړاو څومره ډېر شي.‌

بل خوا افغانستان ته ستانه شوې کډوال بیا په پاکستان کې له دوی سره د کېدونکي زور زیاتي کیسې کوي.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د رپوټونو له مخې د پاکستان لخوا د کډوالو ایستلو د پلان له اعلان وروسته زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دا هغه خلک دي چې ډېرو یې لسېزي په پاکستان کې ژوند کړی، هلته یې کاروبار جوړ کړي، خو اوس وایي هر څه ترې پاتې شوي او یا یې په ډېرو کمو بیو پلورلي دي.

یو شمېر کډوالو وړاندې آن بي‌بي‌سي ته دا هم ویلي وو چې د پاکستان حکومت کډوالو ته له ۵۰ زره ډېرو کلدارو، څارویو او ډېرو نورو قمیتي توکو د لېږد اجازه هم نه ورکوي.