'زرګونه کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي'

له پاکستانه د بې اسناده بهرنیو وګړو وتلو لپاره د اعلان شوي وخت پای ته رسېدو ته اوس یوازې دوه نورې ورځې پاتې دي. خو له دې سره جوخت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او په دې تړاو د حکومت پر پالیسۍ نیوکو هم زور اخیستی دی. بلخوا په افغانستان کې بیا د طالبانو حکومت هم په جبري توګه د ورستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو پر لارو چارو کار پیل کړی. طالبانو وړمه ورځ د دغو کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره د یو عالي کمېسیون د جوړولو اعلان وکړ، چې مشري یې د دوی د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي کوي او د بېلابېلو ادارو ۳۱ چارواکي یې غړي‌ دي. په ورته مهال د پاکستان او افغانستان چارواکي وايي، هره ورځ زرګونه افغان کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته ستنېږي.

یو شمېر افغانستان ته ستنېدونکي کډوال د اکتوبر پر ۲۷مه د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شول.

د عکس سرچینه، ABDUL MAJEED

د عکس تشریح، یو شمېر افغانستان ته ستنېدونکي کډوال د اکتوبر پر ۲۷مه د تورخم له لارې هېواد ته ستانه شول.
د بشري حقونو فعالانو ویلي چې د کډوالو جبري ایستلو پر ضد نن د پاکستان په کراچۍ او اسلام اباد ښارونو کې احتجاج کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بشري حقونو فعالانو ویلي چې د کډوالو جبري ایستلو پر ضد نن د پاکستان په کراچۍ او اسلام اباد ښارونو کې احتجاج کوي.
د اکتوبر پر ۲۷مه ګڼ افغان کډوال په داسې حال کې ولیدل شول، چې په تورخم کې یې افغانستان ته د ننوتو انتظار کاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اکتوبر پر ۲۷مه ګڼ افغان کډوال په داسې حال کې ولیدل شول، چې په تورخم کې یې افغانستان ته د ننوتو انتظار کاوه.
د اکتوبر په لومړیو کې د پاکستان له ساحلي ښار کراچۍ نه یو شمېر افغان کډوال افغانستان ته د ستنېدو په حال کې.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency/getty images

د عکس تشریح، د اکتوبر په لومړیو کې د پاکستان له ساحلي ښار کراچۍ نه یو شمېر افغان کډوال افغانستان ته د ستنېدو په حال کې.
.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، .
پاکستان حکومت د روانې میاشتې په لومړیو کې وویل، پلان لري چې د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې ټول هغه بهرنیان له هېواده وباسي، چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان حکومت د روانې میاشتې په لومړیو کې وویل، پلان لري چې د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې ټول هغه بهرنیان له هېواده وباسي، چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ګډون نړیوالو ادارو او د بشري حقونو سازمانونو د کډوالو جبري ایستلو په هکله د پاکستان حکومت دغه پرېکړه وغندله.

د عکس سرچینه، RIZWAN TABASSUM

د عکس تشریح، په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ګډون نړیوالو ادارو او د بشري حقونو سازمانونو د کډوالو جبري ایستلو په هکله د پاکستان حکومت دغه پرېکړه وغندله.