تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'زرګونه کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي'
له پاکستانه د بې اسناده بهرنیو وګړو وتلو لپاره د اعلان شوي وخت پای ته رسېدو ته اوس یوازې دوه نورې ورځې پاتې دي. خو له دې سره جوخت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او په دې تړاو د حکومت پر پالیسۍ نیوکو هم زور اخیستی دی. بلخوا په افغانستان کې بیا د طالبانو حکومت هم په جبري توګه د ورستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو پر لارو چارو کار پیل کړی. طالبانو وړمه ورځ د دغو کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره د یو عالي کمېسیون د جوړولو اعلان وکړ، چې مشري یې د دوی د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي کوي او د بېلابېلو ادارو ۳۱ چارواکي یې غړي دي. په ورته مهال د پاکستان او افغانستان چارواکي وايي، هره ورځ زرګونه افغان کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته ستنېږي.