د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستانه د کډوالو جبري ایستل، د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنېشنل وايي، له پاکستانه د ناقانوني افغان کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو په مانا دي.
امنسټي انټرنېشنل په دې هکله یوه پیغام کې ویلي، پاکستان کې یو اعشاریه څلور میلیونه غیر ثبت او راجستر افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړل شوی، چې له دې هېواده ووځي او دا د کډوالو حقونه تر پښو لاندې کولو مانا لري.
امنسټي انټرنېشنل پر خواله رسنۍ اېکس (مخکیني ټویټر) په دې هکله یوه تازه پیغام کې ویلي: ''دې (ضرب الاجل) سره نه یوازې د دې کډوالو بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، بلکې د دوی خیر، ښېګړې، خوندیتوب او بنسټیزو اړتیاوو پوره کېدو ته هم جدي اندېښنې راپورته شوې دي.''
امنسټي انټرنېشنل په دې پیغام کې غوښتنه کړې، چې باید په یوه غږ له پاکستان حکومته وغوښتل شي چې ''سملاسي خپله پرېکړه بېرته واخلي او د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي.''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د یادونې ده، چې پاکستان حکومت د روانې میاشتې په لومړیو کې وویل، پلان لري چې د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې ټول هغه بهرنیان له هېواده وباسي، چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي یوې غونډې ته ویلي و، ټول هغه وګړي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، خپل کار، روزګار دې بند کړي، جایدادونه دې وپلوري او خپلو هېوادونو ته دې ستانه شي او که داسې و نه کړي، د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته به نیول کېږي، له هېواده به شړل کېږي او جایدانونه به ترې اخیستل کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ګډون نړیوالو ادارو او د بشري حقونو سازمانونو د کډوالو جبري ایستلو په هکله د پاکستان حکومت دغه پرېکړه وغندله او له پاکستانه یې وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي، خو پاکستاني چارواکي وايي، د افغانانو په ګډون د ټولو غیر قانوني بهرنیانو ایستلو پر پرېکړه کلک ولاړ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان کورنیو چارو فدرالي وزیر سرفراز بګټي وړمه ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، په غیر قانوني توګه د مېشتو بهرنیانو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو ایستلو پروګرام نهايي شوی او په وینا یې حکومت به په دې لړ کې ''هېڅ ډول جوړجاړی و نه کړي.''
ښاغلي بګټي دغه راز ویلي و، دوی سره د ټولو داسې کسانو معلومات شته، چې په غیر قانوني توګه پاکستان کې مېشت دي او په خبره یې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې داسې مرکزونه چمتو شي چې دا کسان به پکې ساتل کېږي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغانان په پاکستان کې د کډوالو په توګه ثبت شوي او ۸ سوه اتیا زره نورو د پاتې کېدو قانوني اسناد ترلاسه کړي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د کډوالو وتلو لړۍ
بل لور د نومبر لومړۍ نېټې له ضرب الاجل مخکې له پاکستانه د یو شمېر افغان کډوالو وتلو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا سرپرست اعلی وزیر محمد اعظم خان وړمه ورځ وویل، د تورخم له لارې تر اوسه پورې ۶۰ زره داسې کسان له پاکستانه وتلي چې دلته یې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل.
نوموړي زیاته کړه، حکومت هغه کسان هڅوي، چې په خپله خوښه ځي او ''د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به مسوولین فعال شي او قانوني کړنې به ترسره کړی.''
په افغانستان کې بیا د طالبانو حکومت کډوالو چارو وزارت په یوه تازه ایکس پیغام کې ویلي، په تېره یوه اونۍ کې نژدې اته زره کډوال د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
بریتانیا ته د کډوالو لومړنۍ الوتکه ورسېده
په همدې لړ کې پرون د ۱۳۲ افغان کډوالو لېږدونکې یوه لومړنۍ الوتکه له اسلام اباده بریتانیا ته ورسېده.
بریتانیا حکومت تېره اونۍ اعلان وکړ، چې هغه څه باندې درې زره پاکستان مېشت کډوال به په ځانګړو الوتکو کې بریتانیا ته ولېږدوي چې د بریتانیا ویزو ژمنه ورسره شوې وه.
دا کډوال هغه کسان او کورنیو غړي یې دي چې مخکي یې افغانستان کې له بریتانوي ادارو او پوځیانو سره دنده درلوده او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې پاکستان کې د بریتانیا ویزو ترلاسه کولو ته انتظار کاوه.
د ملکي هوايي چلن مسوولین وايي، بریتانیا حکومت د ډیسمبر میاشتې تر پایه پورې له پاکستانه د دې کسانو ایستلو لپاره ۱۲ ځانګړې الوتنې په پام کې نیولې دي.








