د کډوالو د ستونزو حل لپاره د طالبانو حکومت عالي کمېسیون "مهمه غونډه" کړې

د عکس سرچینه، ARG
له پاکستانه د بې اسناده بهرنیو وګړو وتلو لپاره د اعلان شوي وخت پای ته رسېدو ته اوس یوازې دوه نورې ورځې پاتې دي.
خو له دې سره جوخت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او په دې تړاو د حکومت پر پالیسۍ نیوکو هم زور اخیستی دی.
د بشري حقونو فعالانو ویلي چې نن یې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد او کراچۍ ښارونو کې د حکومت پر دغه پلان د اعتراض لپاره د لاريون تابیا کړې.
دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.
بلخوا په افغانستان کې بیا د طالبانو حکومت هم په جبري توګه د ورستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو پر لارو چارو کار پیل کړی.
طالبانو وړمه ورځ د دغو کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره د یو عالي کمېسیون د جوړولو اعلان وکړ، چې مشري یې د دوی د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي کوي او د بېلابېلو ادارو ۳۱ چارواکي یې غړي دي.
ارګ وايي دغه کمېسیون همدا تېره ورځ (شنبه) "مهمه غونډه" کړې، چې د بېلابېلو کمېټو د فعالیتونو ساحه پکې تعیین او هره کمېټه موظفه شوه، چې خپلې اړوندې چارې "په عاجله توګه تنظیم او په خپلو دندو پیل وکړي".
په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې را ستنېدونکو کډوالو سره "د اسلامی امارت [طالبانو حکومت] د امکاناتو په محدوده کې د مرستو برابرولو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول".

د عکس سرچینه، ARG
د یادونې ده چې له پاکستانه د سلګونه زره ناقانونه کډوالو د جبري ایستلو پر پرېکړې د بښنې نړیوال سازمان په ګډون نړیوالو بنسټونو هم نیوکې کړې او د ناقانوني افغان کډوالو جبري ایستل يې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدو په مانا بللي.
د پاکستان له دغه اعلان سره چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې له پاکستانه ټول شاوخوا یو نیم مېلیون بې اسنادو افغان کډوال ووځي، نه یوازې هلته مېشت بې اسنادو کډوال نیول کېږي، ځورول کېږي او بېرته په زوره افغانستان ته ستنول کېږي بلکې اسنادو لرونکي کډوال هم خوندي نه دي پاتې.
پاکستان حکومت د روانې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې ټول هغه بهرنیان له هېواده باسي، چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري او له هغې راهیسې هلته د افغانانو نیول او رټل هم ډېر شوي.
د پاکستان دا ګام او پرېکړه د یو شمېر نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو د فعالو ډلو او ټولنو او نورو له غبرګون سره هم مخ شوې. دوی د پاکستان له حکومته غوښتي چې په خپله پرېکړه بیاکتنه وکړي.
پرون هم د بښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنېشنل وویل چې له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو جبري ایستل، د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو په مانا دي.
امنسټي انټرنېشنل په دې هکله یوه پیغام کې ویلي، په پاکستان کې څوارلس لکه بې اسنادو او ناثبت شوو افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړل شوی، چې له دې هېواده ووځي.
د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم پر خپل اېکس خواله رسنۍ د کډوالو د جبري ایستلو پر پرېکړه نیوکه کې لیکلي وو هغه ماشومان، ښځې، نارینه او سپین ږیري چې د طالبانو له څار تښتي او پاکستان ته کډوال شوي، دوی د عزت او ملاتړ حق لري نه د ځورولو.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
اوس هره ورځ تر لس زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته له بېلابېلو پولو ور اوړي چې د هوا له سړېدو سره يې د حالت د خرابېدو وېره هم شته.
د طالبانو حکومت له ډېورنډ کرښې سره څېرمه د کندهار په تخته پل او د ننګرهار په لعلپورې ولسوالیو کې له پاکستانه په زوره را ایستل شوو کډوالو ته موقت پنډغالي جوړ شوي.
د طالبانو حکومت او نړیوالو بنسټونو پکې د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه کړې.











