ملاله: پاکستان دې د کډوالو د ډلهییز اخراج پر تګلاره له سره غور وکړي

د عکس سرچینه، @Malala
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
له پاکستانه د افغان کډوالو په زور د ایستلو د ضرب الاجل په نژدې کېدو سره، د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر ټوېټر د کډوالو د جبري ایستلو په اړه د پاکستان پر پرېکړه نیوکه کړې او وايي چې "افغان کډوال- ماشومان، ښځې، سړي، بوډاګان- د طالبانو له ستمه تښتي، دوی د ملاتړ، عزت او خوندیتوب مستحق دي، نه د نورو موانعو او ځورونو".
ملالې پر ټوېټر لیکلي "زه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو غږ بدرګه کوم او د پاکستان له حکومته غواړم چې د ډلهییز اخراج پر عجولانه سیاست له سره غور وکړي".
ملګرو ملتونو او د کډوالو چارو ادارو پر پاکستان فشار راوړی و چې د افغان کډوالو جبري ستنولو پرېکړه بېرته واخلي، خو د پاکستان دلیل دا دی چې د یوه هېواد په توګه له خپلې خاورې د ناقانونه کډوالو د ایستلو حق لري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د طالبانو حکومت د کډوالو رسېدنې ته لوړ رتبه کمېسیون جوړ کړی
د طالبانو حکومت وايي، د خپل مشرتابه په حکم یې له پاکستان او نورو هېوادونو په زور د ایستل کېدونکو افغانانو وضعیت ته د لا ښې رسېدنې لپاره یو عالي کمېسیون جوړ کړی دی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، "د پاکستان حکومت د ټولو اصولو خلاف د افغان مهاجرینو د ایستلو پرېکړه وکړه، امیرالمؤمنین له پاکستان او نورو هېوادونو د جبري راستنېدونکو د وضعیت د حل لپاره د یوه عالي کمېسیون د جوړولو امر وکړ".
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې دا کمېسیون چې د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړ شوی، ۳۱ نور لوړپوړي چارواکي یې غړي دي د خپلو امکاناتو په حدودو به د لومړنیو خدمتونو وړاندې کولو کې برخه ولري.
د یاد کمېسیون لپاره یوه اداره او ۱۲ کمېټې منظورې شوې چې له موجوده امکاناتو په ګټه اخیستو د راستنېدونکو افغانانو د درملنې، تشخیص او لېږد او د استوګنې لپاره د زمینې برابرولو دنده لري.
ذبیح الله مجاهد وايي، چې د طالبانو حکومت د چمتو شوي تګلارې له مخې د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره ځانګړې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي.
نوموړی وايي، دوی د هغو هېوادوالو لپاره چې د ځینو اندېښنو له امله نورو هېوادونو ته تللي، ډاډ ورکوي چې بېله کومې اندېښنې او وېرې خپل هېواد ته راستانه او په خپل هېواد کې په عزت ژوند وکړي.

د عکس سرچینه، @MoRRAfg
د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایران څخه له پنځو زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي او یوازې د هرات ولایت اسلام کلا له لارې شاوخوا درې نیم زره تنه افغانان له ایران نه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
طالبانو د راستنېدونکو افغانانو لپاره د عالي کمېسیون د جوړولو اعلان داسې مهال کړی، چې پاکستان کې ناقانونه افغان کډوالو ته له دې هېواده د وتلو ضرب الاجل د اکتوبر میاشتې وروستۍ نېټه ټاکل شوې چې یوازې درې ورځې ورته پاتې دي او افغانستان کې هوا په سړېدو او ژمی را نژدې کېدونکی دی، بېروزګاري تر هر بل وخت ډېره او د نړیوالو مرستې هم کمې شوې دي.
د پاکستان پنجاب حکومت ویلي چې دغه ایالت کې ۳۳ زره بهرنیان چې د اوسېدو قانوني سندونه نه لري، په توقیف کې دي او خپل هېواد ته به واستول شي.
تورخم او پېښور کې لنډمهالي کمپونه
بله خوا، په خیبر پښتونخوا کې ځايي ادارې وايي، د ناقانونه کډوالو د لنډمهالې اوسېدنې لپاره یې د دوو کمپونو لپاره پېښور او تورخم ته نژدې دوه ځایونه ټاکلي.
د خیبر پښتونخوا چارواکو ویلي، یوازې وړمه ورځ نژدې اته زره تنه چې د دوی په وینا ناقانونه کډوال وو، د تورخم له لارې افغانستان ته تللي دي.











