پاکستان کې افغان کډوال خپل توکي او د کور سامان په ارزانه بيه پلوري

د ویډیو تشریح، پاکستان کې افغان کډوال خپل توکي او د کور سامان په ارزانه بيه پلوري

له هغه راهيسې چې پاکستان ناثبت شويو کډوالو لپاره له دغه هېواده د وتو وروستۍ نېټه ټاکلې، ډېر افغان کډوال د خپلو توکو او سامان الو په پلورلو لګيا دي.

ډېر یې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال له ناروښانه برخليکه په ډار کې دي، او دا چې هوا په سړېدو ده ښايي افغانستان کې د ژوند له سختو شرايطو سره مخامخ شي.

پېښور کې رحمان الله ځينو افغان کډوالو سره غږېدلی، چې خپل ټاټوبي ته له ستنېدو مخکې د خپل کړاو کيسې کوي.