پاکستان د چمن-سپین بولدک پر لار د تګ راتګ شرایط سخت کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مامون درانی
- دنده, بيبيسي
د پاکستان حکومت له تېرو پنځو ورځو راهیسې د چمن – سپین بولدک ویش دروازه باندې د تګ راتګ شرایط سخت کړي او هغو کسانو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان کاغذي پیژندپاڼې ورسره وي.
په سپین بولدک کې د طالبانو حکومت د کمیسارۍ چارواکو د پاکستان د دغه ګام په غبرګون کې د هغو زرګونو کسانو چې هره ورځ د کرښې له بلې غاړې ویش بازار ته کاروبار لپاره ورځې، بند کړي دي.
د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې، چې د روان اکتوبر وروسته به ټول افغانان ورتګ لپاره پاسپورټ او ویزې ته اړتیا ولري.
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزی وايي د دې پریکړې د پلي کولو لپاره به په کندهار کې خپل قونسلي چوپړونه پراخ کړي.
دوی په افغانستان کې د طالبانو له حکومته هم غوښتي، چي ډیورنډ کرښې ته څېرمه سپین بولدک کي د ویزې د ورکړې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو چمن او سپین بولدک کې چې سوداګر او نور قبایلي خلک ژوند کوي وایي د دې تګلارې پلې کول ناشوني او د هغه نظام خلاف کار دی چې د ډیورنډ کرښې له کښلو راهیسې رامنځته شوی.
هغه کاروباریان، چې روزګار یې د سپین بولدک او چمن تر منځ پر تګ راتګ چلیږي او هره ورځ څو ځله وړې سوداګریزې غوټې په پټه د کرښې له یوې غاړې بلې ته اړوي وايي د اسلام اباد پریکړه ورته د منلو نه ده.
وړاندې پر ویش دروازه تګ راتګ پر پاکستاني شناخته کارډ او د افغانستان د برېښنایي پیژند پاڼو تر څنګ پر کاغذي تذکرو هم شونی و.
د کندهار د سپین بولدک یو اوسیدونکي او ویش بازار کاروباري پښتون آڅکزی وایي د پاکستان وروستۍ پرېکړه د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو نه د ډوډۍ اخیستل او د هغوی ترمنځ بېلتون راوستلو په مانا ده .
دی وايي"هره ورځ پر وېش دروازه باندې شل زره کوچني کاروباریان او څه باندې ۱۰۰۰ لوی سوداګر تګ راتګ کوي او ویش بازار کې خپله نفقه پیدا کوي. "
ښاغلی پښتون وایي د کرښې دواړو غاړو ته پراته قبایل خپلو کې خپلوي لري او دا نه بېلیدونکې اړیکې دي.

د عکس سرچینه، ABDUL BASIT
ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته قبایل وايي هغه دریځ پالي، چې له لسېزو راهیسې د دوی پلرونو او نیکونو پاللی دی.
په چمن ښار کې د سوداګرو د ټولنې یو غړی صادق خان اڅکزی وایي که د دې پرېکړي د ماتولو لپاره هر څومره، چې زیان اوړي او یا هم هرڅومره زورور خلک وي دا پریکړه به و نه مني .
دی زیاتوي"موږ د دې سیمې قبایل یو. موږ دلته او هلته ژوند کوو. موږ د پاکستان شناخته کارډ او د افغانستان ملي پیژندپاڼه دواړه لرو. دا زموږ د تګ راتګ لاره ده. سیمه ییز تجارت باید دلته دوام ومومي."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د وروستۍ پریکړې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي خو تېرو حکومتونو د پاکستان دغه ډول ګامونه د هغه هېواد یو اړخیزي پریکړې بللې او ټینګار يې درلود، چې افغانستان د قبایلي سیمو د اوسیدونکو په اړه خپل پخوانی سیاست پرمخ بیایي او هغوی له پولې اوښتو لپاره ویزې ته اړتیا نه لري.
د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان ایالتی مشر اصغر خان اڅکزی وایي پر ډیورنډ کرښه ازاد تګ راتګ د قبایلو منل شوی قانوني حق دی، چې ډیورنډ تړون کې ځای ورکړل شوی دی .
د ښاغلي اڅکزي په خبره پر دې کرښه داسې کورونه شته، چې د یو ورور کور یې د کرښي یوې خوا او د بل کور بلې خواته دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوموړي په وینا "د وخت واکمنو قبایلو ته د خپلمنځي اړیکو د پاللو لپاره د ازاد تګ راتګ اسانتیا برابره او دا یې د دې ولس حق ګڼلی و. اوس هم پاکستان د دوی د بېلولو او د مخنیوي پرېکړه نه پلې کولای شي او نه ېی هم موږ منو"
پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې یا سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي که څه هم د ډیورنډ معاهده د پاکستان او افغانستان تر منځ یو لانجمنه موضوع ده خو په دغه معاهده کې قبایل ته واک ورکړل شوی، چي د خپلو قبیلو د حدودو پورې ازاد تګ راتګ وکړي.
ښاغلی خټک زیاتوي پاکستان له کلونو راهیسې په دې هڅه کې دی، چې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د «یو سند رژیم» په نوم پالیسي پلې کړي او اوس چې افغانستان کې مشروع نظام نشته، پاکستان له دغه فرصته ګټه اخلي.











