د ۱۴۰۳ ښوونیز کال پیل؛ طالب چارواکو د عصري او دیني علومو په ارزښت ټینګار کړی خو د نجونو زدکړو په اړه غلي دي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان کې نن د ۱۴۰۳م کال په لومړۍ ورځ له نورو کالونو سره په توپیر نوی ښوونیز کال پیل شو او تمه کېږي چې له یو اعشاریه دوه میلیونه ډېر نوي زدکونکي ښوونځیو ته داخل شي.

افغانستان کې طالب چارواکو په دې اړه نن (چارشنبه) ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې اماني لېسه کې د نوي ښوونیز کال پرانېستې ځانګړي مراسم هم نیولي وو خو د نجونو زدکړو په اړه یو ځل بیا ټول پټه خوله وو.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا په دیني او عصري علومو کې د کیفیت او کمیت لوړول هدف وباله او ټینګار یې کړی چې یوازې باکیفیته علم د افغان ملت اړتیا پوره کولی شي.

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله آغا په وینا "د دنیا پرمختګ یوه اړتیا ده او دا په عصري علومو کېږي دیني علوم مقصد دی هغه به خامخا کوو، خو دا عصري علوم هم د ژوند ضرورت دی."

هغه دغې اړتیا ته په کتو ټول علوم فرض وبالل او په وینا یې شاګرادانو ته باید دا واضح شي چې "په تاسې فرض دي چې ډاکټر، معمار، پیلوټ، انجینر او د بل مسلک متخصصان جوړ شئ."

Afghanistan

د عکس سرچینه، RTA

طالب چارواکي وخت نا وخت د علم ارزښت او حکم په اړه د اختلاف تر څنګ د نجونو زدکړو په اړه رنګارنګ نظرونه بیانوي خو په ننۍ ناسته کې لوړ پوړو چارواکو د د نجونو د زدکړو یادونه ونه کړه.

په دغې ناسته کې هم چې د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون په ژوندۍ بڼه خپروله هیڅ کومه ښځه او نجلۍ نه ښکارېده، په داسې حال کې چې ځینې ښوونکي لومړنیو ښونځیو ته په درس بوختې دي.

دا دریم کال دی چې په پرلپسې ډول نجونې په نوي ښوونیز کال کې د بدلون له هیلو سره سره له زدکړو محرومېږي او د برخلیک په اړه یې کوم واضح څه نه ویل کېږي.

افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسې نجونه او ښځې په ترتیب لومړۍ له شپږم ټولګي له پورته ښوونځیو بیا پوهنتونو او کار منع شوي دي.

طالب چارواکو به پخوا په ویناوو کې وخت نا وخته د نجونو زدکړو په اړه د یوې طرحې یا پلان چمتو کولو په اړه خبرې کولې خو اوس ان د نوي ښوونیز کال د پیل په مهمه غونډه کې هم چې د ډېرو سترګې زیري ته وي څه نه وايي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم دې غونډې ته په وینا کې وویل "بې علمه ملت خپلواکه کیدای نشي، عصري او دیني علوم دواړه د نني عصر اړتیا ده او دین یې مخالف نه دی."

هغه وویل د دې لپاره چې له نورې نړۍ شاته پاتې نشو باید د عصري زدکړو په کیفیت او کمیت کار وشي او ټکنالوجۍ ته لاسرسۍ ولرو.

Afghanistan

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې وړاندې ځينې طالب چارواکو د بېلګې په ډول د امر بالمعروف او نهی از منکر سر پرست وزیر یې عصري علم مباح بللی او ویل کېږي دی د نجونو د زدکړو یو له سرسخته مخالفو کسانو هم دی.

افغانستان کې پخوا د نوي کال په لومړۍ ورځ (نوروز) رخصتي وه او په درېمه ورځ د ښوونځیو زنګ ګړنګېده.

د طالبانو له راتګ سره دا رخصتي لغوه شوې او نوروز هم په رسمي ډول د پخوا په څیر په ځانګړو رسمي مراسمو نه نمانځل کېږي.

طالبان داسې مهال د نجونو زدکړو په اړه له څه زیري او پرمختګ پرته نوی ښوونیز کال پرانېزي چې امریکا یو ځل بیا د طالبانو سره د تعامل پر وړاندې د نجونو زدکړو پر شرط ټينګار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال ویاند په اونیزه غونډه کې له زدکړو د افغان نجونو محرومیت خواشینونکی بللی.

وېدانټ پټېل ویلي "که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي نو ښځو او نجونو ته باید خپل مهم حقونه ورکړي."

Afghanistan

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي نو ښځو او نجونو ته باید خپل مهم حقونه ورکړي

هغه وویل په پرلپسې له زدکړو د نجونو محرومول د نړۍ له پالیسۍ سره په مخالفت کې دي.

د نجونو زدکړو تر څنګ په افغانستان کې د تعلیم د کیفیت او کمیت ټېټیدو هم اندیښنې پارولي چې ان طالب چارواکي یې هم مني.

طالب چارواکو د نوي ښوونیز کال د پيل پر ورځ ټینګار کړی چې سږ کال د کیفیت او کمیت لوړېدو تر څنګ لرې پرتو سیمو ته د زدکړو په رسولو او د خیالي تشکیلاتو له منځه وړلو باندې تمرکز لري.

خو داسې ښکاري چې لږ تر لږه سږ کال بیا د نجونو زدکړو موضوع د طالبانو مهمه اجنډا نده لکه څنګه یې چې په غونډو کې په اړه هیڅ یادونه نه کېږي.