افغانستان کې د نوي ښوونيز کال پيل؛ لا هم نجونې په کور کېنول شوې دي

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د نوي ښوونيز کال پيل؛ لا هم نجونې په کور کېنول شوې دي

د دې اوونۍ په پای کې په افغانستان کې یو بل ښوونیز کال پیل شو، خو د منځني ښوونځي نجونې بیا هم په کور کې پاتې دي او ښوونځیو ته نه پرېښول کېږي.

د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو منځني ښوونځي او پوهنتون ته د تلو مخه نیولې ده.

په نړۍ کې یوازینی حکومت دی چې دا کار کوي. د بي بي سي د جنوبي اسیا خبریاله یوګیتا لېمایې رپوټ لري: