د ښځو نړیوال جام ۲۰۲۳: فوټبال کې د حجاب تاریخ

بنزینه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بنزینه د ښځو فوټبال جام کې د مراکش لوبډلې لپاره ولوبېده او سوېلي کوریا ته یې ماته ورکړه
    • Author, منیش پنډي
    • دنده, بي بي سي نیوزبیټ

مسلمانې نجونې او ښځې د خپلې حیا څرګندولو لپاره حجاب کوي، خو د فوټبال په ډګر کې یې تل هرکلی نه کېږي.

حجاب د فوټبال تنظیموونکې فیفا لخوا تر ۲۰۱۴ پورې ممنوع شوی و، خو وروسته یې لوبغاړو ته د مذهبي دلایلو له کبله د مراعاتولو اجازه ورکړه.

اوس، نهه کاله وروسته، نُهیله بنزینه د ښځو په نړیوال جام کې د لومړۍ لوبغاړې په توګه د اسلامي پړوني په اغوستلو ریکارډ جوړ کړ.

دغې ۲۵ کلنې دفاع کوونکې د مراکش لوبډلې لپاره سیالۍ کې سوېلي کوریا ته ۱-۰ ماته ورکړه.

امنا عبداللطیف چې د دریو حجابي نجونو له مینه والو یوه ده، وايي دا "رښتیا مهمه" ده چې یوې لوبغاړې په داسې یوه ستر لوبغالي کې حجاب اغوستی وي.

هغې د بي بي سي اسیا شبکې ته وویل، بنزینه "زموږ د ډېری هغو استازیتوب کوي چې هېڅکله یې فکر نه کاوه چې موږ به دا وګورو".

"ډېری مسلمانو مېرمنو ویلي چې دا د لویېدو په معنا دي.

په نړیوال سټیج د دې نندارې کتل به د دوی ماشومانو ته څومره مهم وي".

خو په فوټبال کې حجاب او د ښځو نړیوال جام ته یې غځېدلې لار اوږده ده او پېچلی تاریخ لري.

کاناډا په ۲۰۰۷ کې

بنزینه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فیفا له لوري حجاب ته له اجازې ورکولو نهه کاله وروسته، بنزینه ریکارډ جوړ کړ

دا ۱۶ کاله د مخه کیسه ده، کله چې اسمهان منصور هغه وخت ۱۱ کلنه وه، کاناډا کې د لوبېدو لپاره د خپلې لوبډلې له ملګرو سره کتار کې ولاړه وه.‌

خو مخکې له دې چې د ریفري شپېلۍ ووهل شي، د اسمهان لوبه پای ته ورسېده.

چارواکو هغې ته ویلي وو، که غواړي لوبه وکړي، باید خپل حجاب لیرې کړي؛ ځکه چې د فیفا له لوري دا هغه مهال د ټاکل شویو مقرراتو خلاف کار و.

دا مسله د کاناډا د فوټبال ټولنې او بیا خپله فیفا ته- چې د بندیز تر شا ولاړه وه- ولاړه او ان په دې اړه یې رسمي تګلاره هم جوړه کړې وه.

دوی وویل، د فوټبال لوبې پرمهال د پړوني له پر سرولو سره د ټپي کېدو خطر خورا لوی و.

کمپاین‌کوونکو وویل،‌ چې ښايي په ټوله نړۍ کې میلیونونه نجونې له هغو لوبو چې غالباً "د ټولو لپاره" نومول شوې دي، لیرې کېږي.

همدا وو چې هڅې ګړندۍ شوې چې فوټبال کې د پړوني پر سرولو په باب یوې معاملې ته ورسېږي چې مسلمانو مېرمنو ته له حجاب سره د لوبېدو اجازه ورکړي.

په کاناډا کې د سیک ټولنې لخوا هم د هغوی د پګړۍ د ممنوعیت لغوه کولو غوښتنې موجودې وې.

کومه معامله وشوه؟

فوټبال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له پړوني سره د نجونو لوبېدو ډېر وخت واخیست

په ۲۰۱۰ کې، داسې ښکاري چې پر یوه تړون موافقه شوې وه- داسې چې د ایران د نجونو د فوټبال لوبډله باوري وه چې د ځوانانو اولمپیک کې به اجازه ولري.

د ایران ورزشي ادارو ویلي وو، نجونې داسې خولۍ پر سرولی شي چې وېښتان یې وپوښي، نه غاړې یې.

خو په ۲۰۱۱ کې، د ایران د ښځو ټیم د اولمپیک د انتخابي سیالیو پرمهال پر هوکړې سربېره د دوی پر پړونو د بندیز په اعتراض کې له ګډون انکار وکړ.

وروسته د اسیا د فوټبال کنفدراسیون او د اردن د شهزاده علي بن الحسین په څېرد بانفوذه کسانو له ښکېلېدو سره، چارواکو پر یوې "ایمني محاکمې" هوکړه وکړه.

زولفا
د عکس تشریح، زولفا وايي حجاب مانع نه دی،‌ بلکې د نورو مسلمانو نجونو لپاره کېدای شي په لوبو کې د دلچسپۍ لپاره یو الهام وګرځي

فرانسه کې بندیز

په ۲۰۱۴ کې، فیفا په رسمي ډول نارینه او ښځینه لوبغاړو ته اجازه ورکړه چې د لوبو پرمهال د مذهبي دلایلو له مخې پړوني واغوندي.

د فیفا عمومي منشي جیروم والک وویل:‌ "دا به ابتدايي پړونی وي او رنګ یې باید د ټیم جیرسي له رنګ سره یو شان وي".

دوله کاله وروسته، په ۲۰۱۶ کې، مسلمانو لوبغاړو په اردن کې د لومړي ځل لپاره د ۱۷ کلنو ښځو نړیوال جام کې د فیفا د یوې غونډې پرمهال پړوني واغوستل.

د ډېری لپاره دا د پرمختګ استازیتوب کوي او په نړیوال جام کې د بنزینه د راڅرګندېدو شېبې د شمولیت پر لور یو نېک ګام ګڼل کېږي.

خو د ځینو هېوادونو فوټبال لیګونه لا هم د سر پوښلو محدودیتونه لري.

په فرانسه کې یوې عالي محکمې په وروستیو کې د مسلمانو لوبغاړو هغه هڅه رد کړه چې د فرانسې د فوټبال فدراسیون له لوري یې د ججاب بندیز لیرې کول غوښتل.

قاضیانو وویل چې د سپورت څښتنان/مشران حق لري پر لوبغاړو د "تنظیم بې‌پرې مکلفیت" ولغوي، دا د مذهب او عامه ژوند تر منځ د جلا والي لپاره د فرانسې د سختو قوانینو ښکارندويي کوي.

امنا وايي، مخ ‌پر وړاندې تګ دا ښيي چې په لوبو کې د ښځو لپاره لا ډېر څه ته اړتیا ده.

هغه وايي: "خو دا کار باید یوازې د مسلمانو مېرمنو له لوري ترسره نه شي، ځکه چې دوی ستړې کوي چې دغه ډول ځایونو ته لاسرسی ولري".