د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالۍ د استرالیا او نیوزیلنډ په بریا پیل شوې

ښځینه فوټبال نړیوال جام
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د ښځو نړیوال جام سیالۍ د جولای په شلمه نېټه د استرالیا او نیوزیلنډ په کوربتوب پیل شوې.

په لومړۍ ورځ نیوزیلنډ، ناروې ته یو صفر او استرالیا د ایرلنډ لوبډلې ته په ورته پایلې سره ماته ورکړه.

دغه لوبې به د اګست میاشتې تر شلمې نېټې دوام وکړي.

په سږنیو سیالیو کې د امریکا، جرمني، انګلنډ، جاپان، برازیل، ارجنټاين او ګڼو نورو په ګډون پیاوړې لوبډلې د دې جام د ګټلو لپاره رامخ ته شوې دي.

امریکا به غواړي چې د پر له پسې اتلولیو دفاع وکړي، په داسې حال کې چې د اروپا اتله لوبډله انګلنډ به د خپل لومړي نړیوال جام ګټلو په لټه کې وي.

د نورو لوبډلو ترڅنګ، ګډ کوربه هېوادونه، استرالیا او نیوزیلنډ هم هیله لري چې د اتلولي په ګټلو خپل تاریخ جوړ کړي.

د ښځینه وو فوټبال نړیوال جام سیالیو کې تر ټولو ډېرې اتلولۍ د امریکا لوبډلې ګټلې دي. دوی په ۱۹۹۱، ۱۹۹۹، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو کې دغه جام خپل کړی دی.

ورپسې جرمني دوه ځله په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کلونو کې دا اتلولۍ په خپل نامه کړې دي. ناروې په ۱۹۹۵ او جاپان په ۲۰۱۱ کال کې د ښځینه فوټبال جامونه ګټلي دي.

دا لومړی ځل دی چې د ښځینه وو نړیوال جام سیالۍ د دوو هېوادونو په کوربتوب ترسره کېږي.

استرالیا په نړیوالو سیالو کې په خپلو اوو ځلو ګډون کې درې ځله منځلوبو ته لار موندلې ده. نیوزیلنډ بیا پنځه ځله په دغو سیالیو کې ګډون کړی، خو ډېر مخ ته نه دی تللی.

فیفا په دې وروستیو کې ژمنه کړې چې په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې د ښځو روان نړیوال جام کې لوبغاړو ته ځانګړې جایزې ورکوي.

ښځینه فوټبال نړیوال جام

په سږنیو سیالیو کې د نغدي جایزو اندازه هم ډېره شوې.

هغه لوبډلې چې منځلوبو ته لار مومي هر یوې ته یې دوه اعشاریه ۱۸ میلیونه ډالر، څلورم ځای لرونکې لوبډلې ته دوه اعشاریه ۴۵ میلیونه ډالر، درېیم ځای لرونکې لوبډلې ته دوه اعشاریه ۶۱ میلیونه ډالر، دویم ځای لرونکې لوبډله به درې میلیونه ډالر او اتلې لوبډلې ته څلور اشعاریه ۲۹ میلیونه ډالر ورکول کېږي.

د هرې لوبډلې د ۲۳ لوبغاړو له ډلې هر لوبغاړی په سیالیو کې د خپلې لوبډلې لاسته راوړنې ته په کتو، له دېرش زرو ډالرو نیولې چې په ګروپي پړاونو کې شا ته پاتې کېږي بیا تر دوه سوه اویا زرو ډالرو پورې، چې اتلولي خپلوي، ورکول کېږي.

د ښځو نړیوال جام تنظیمونکي هیله لري، سږکال به دوه میلیارده کتونکي ورجلب کړي، چې په ۲۰۱۹ کال کې د فرانسې له سیالیو به یو اعشاریه دوه میلیارډه ډېر وي.

د ښځو نړیوال جام سیالیو کې ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو کې سیالي سره کوي. هایتي، مراکش، پاناما، فیلیپین، پورتګال، ایرلینډ، ویتنام او زمبیا لومړی ځل دغه جام ته لار موندلې.