د مراکش ښځینه لوبډله د ښځو نړیوال جام کې لوبېږي

players

د عکس سرچینه، Getty Images

د مراکش د ښځو لوبډله په لومړي ځل د ښځو د فوټبال نړیوال جام اتلولۍ کې ګډون کوي چې په پام کې ده د جولای پر شلمه به په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې پیل شي.

په دې سیالیو کې ۳۲ لوبډلې ګډون کوي.

د مراکش لوبډله لومړنۍ عربي لوبډله ده چې په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.

دغه لوبډله په ۲۰۲۲ کال د افریقايي ولسونو د سرو زرو جام سیالیو کې لوبېدو ته ورسېده.

دا په عربي نړۍ کې د مراکش د ښځینه لوبغاړو د لوبېدو یوه لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي، ځکه چې لاهم ښځینه لوبیزو سیالیو کې په نړیواله کچه د ښځو ګډون پیکه دی او د حکومتونو او سیمه ییزو ټولنو پوره ملاتړ ورسره نه شته.

مراکش د ۲۰۲۲ کال جولای کې پر بوتسوانا تر بریالیتوب وروسته چې دوه ګولونه یې ووهل، نړیوالو لوبو کې د لوبېدو جوګه شوه.

بیا وروسته یې پر نایجېریا هم بریا خپله کړه او د افریقا پایلوبې ته ووتله، خو د جنوبي افریقا پر وړاندې یې ماتې وخوړه.

د مراکش د لوبډلې لوبډلمشري فرانسوی روزونکی رینالډ بیدروس کوي.

بیدروس په ۲۰۱۸ کال د ښځینه فوټبال سیالیو کې د "غوره لوبغاړي" جایزه ګټلې وه.

په زرغون مستطیل کې د ننه د مراکشۍ لوبډلې مشري به اوس ۳۲ کلنه مراکشۍ لوبغاړې غزلان الشباک کوي. الشباک د د مراکش د فوټبال او پخواني نړیوالو لوبغاړي (العربي الشباک) لور ده.

"تاریخي لاسته راوړنه"

غزلان الشباک

د عکس سرچینه، @akhbar

د عکس تشریح، غزلان الشباک: "د ډېرو خلکو هیله مو رښتیا کړه، لا هم زموږ کار پاتې دی، غواړو پایلوبې ته ورسېږو او جام پورته کړو".

په مخکنیو څرګندونو کې غزلان الشباک ویلي وو: "زموږ له تاریخي لاسته راوړنې وروسته خپل احساسات نشم بیانولی. دا پرمختګ د اوږدو کلونو د کار پایله ده".

غزلان – چې د بوتسوانا پر وړاندې د غوره لوبغاړې په توګه غوره شوې وه ویلي: "د ډېرو خلکو هیله مو رښتیا کړه، لا هم زموږ کار پاتې دی، غواړو پایلوبې ته ورسېږو او جام پورته کړو".

د اتلولیو د مهال‌وېش له مخې، په پام کې ده چې د مراکش لوبډله د جولای پر ۲۴مه د جرمني له لوبډلې سره مخامخ شي، بیا د همدې میاشتې پر دېرشمه د جنوبي کوریا د لوبډلې پر وړاندې لوبېږي. او راتلونکې اګسټ میاشت کې د کولمبیا پر وړاندې لوبه کوي.

د مراکش د ښځو لوبډله غواړي د خپل هېواد د هغو نارینه لوبغاړو په څېر لاسته راوړنه ولري چې تېر کال یې نړۍ حیرانه کړه او د فوتبال جام تاریخ کې لومړنی افریقایی او عربي هېواد شو چې د قطر دوحه کې یې نیمه پایلوبې ته ځان ورساوه.