د منډېلا لمسی ولې د افریقا فوټبال کې د سیاسي اختلاف لامل شو؟

د عکس سرچینه، Presidency of Algeria
د فوټبال افریقايي ټولنې (کاف) د هغو سیاسي څرګندونو په اړه څېړنه پیل کړې چې د نېلسن منډېلا لمسي په الجزایر کې د افریقايي ولسونو د اتلولیو د پرانیستغونډې پرمهال کړې وې.
"کاف" په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی اوس ګوري چې د دوی او د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) مقررات په پام کې نیول شوي او که څنګه.
د مراکش د فوټبال ټولنې کاف ته وروسته تر هغه خپل احتجاج استولی چې د منډېلا لمسي زولیولیل منډېلا د جمعې په ورځ (جنورۍ ۱۳مه) د اتلولیو د پرانیستغونډې پرمهال څرګندونې کړې وې او نوموړی د سیمه ییزې سمبالوونکې جرګګۍ مېلمه هم و.
دا مراسم جې الجزایر پکې پر لیبیا د صفر په مقابل کې په یوه ګول بریالی شو، د الجزایز پلازمېنې د نېلسن منډېلا په لوبغالي کې جوړ شوي وو.
د منډېلا لمسي ویلي: "راځئ په افریقا کې د وروستۍ مستعمره شوې ځپنې د ازادۍ لپاره مبارزه وکړو، چې لوېدیځه صحرا ده".
د مراکش د فوټبال ټولنې په یوه احتجاجلیک کې - چې بي بي سي ترلاسه کړی، راغلي چې ددغې سیمې په تړاو ځانګړې اجازه له اتلولیو یا فوټبال سره په عمومي ډول هېڅ تړاو نه لري او هغه په خاص ډول پر مراکش هېواد برید کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
لوېدیځه صحرا یوه ګڼ مېشته خو ټیټه سیمه ده چې د افریقا په شمال لوېدځ ساحلي سیمه کې پرته ده او د اسپانیا مخکنۍ مستعمره وه، دا سیمه په ۱۹۷۵ کال مراکش له خپلې خاورې سره یوځای کړه.
له هماغه وخت راهیسې، د مراکش او د لوېدیځې صحرا د بومي اوسېدونکو ترمنځ د اوږدمهاله سیمه ییزې شخړې اصلي محور ګرځېدلی او مراکش د سیمې اوسېدونکو سره د خپلواکۍ د داعیې ملاتړی دی.
د مراکش او الجزایر ترمنځ اړیکي ان تر دې حده ترینګلي شول چې دواړو هېوادونو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې خپل ډیپلوماتیک اړیکي سره غوڅ کړل او اوس دا دی دا ترینګلتیا د افریقايي ولسونو لوبو ته هم لېږدېدلې ده.
د لوېدیځې صحرا په تړاو منډېلا د خپلو څرګندونو سربېره د هغو ۴۰ زره کسانو مخکښي هم کوله چې د "خپلواک فلسطین" چیغې یې وهلې.
کاف د څېړنو پیل کې ویلي "دا سیاسي څرګندونې کافي خبرې نه دي او د یوه بېپرې سیاسي ګوند په توګکه د نظر څرګندولو استازولي نه کوي".









