سویلي افریقا د نېلسن منډیلا د زندان خونې کیلي له پلور سره مخالفت کړی

د عکس سرچینه، Corbis via Getty Images
سویلي افریقا د زندان هغې خونې د کیلي لیلام مخنیوي غوښتنه کړې، چې یو وخت پکې د دې هېواد پخواني ولسمشر نېلسن منډیلا زنداني ساتل کېده.
په پام کې ده، د دې زندان کیلي په جنورۍ کې د امریکا ګیورنسې لیلامۍ اداره په نیویارک وپلوري.
دا کیلي د روبین ټاپو په دې بدنام زندان کې د نېلسن منډېلا د خونې ساتونکی کریستو برانډ پلوري.
بل لور د سویلي افریقا د کلتور وزیر ناټي متیتوا وايي، د هېواد له حکومت سره یې په دې هکله مشوره نه ده شوې.
د نوموړي په وینا، ''دا کیلي د سویلي افریقا د خلکو ملکیت دی. '' دی زیاتوي، ''دا د چا شخصي مال نه دی. ''
ګیورنسې لیلامۍ اداره بیا وايي، د جنورۍ پر ۲۸ به د منډیلا هدیرې په شاوخوا کې د یوه یادګاري بڼ او موزیم د ودانولو په موخه د پیسو ټولولو لپاره دا کیلي لیلام کړي.
د زندان خونې کیلي د یوه بایسکل چې نېلسن منډیلا ته پرې زندان کې د ورزش اجازه ورکړل شوې وه، ټېنس لوبې رېکټ او لایټ هاوس یا رڼا څلي په نامه د منډیلا اصلي انځور په ګډون له ځینو توکو یو دی چې لیلامېږي.
منډیلا چې د سویلي افریقا ملي اتل دی، د خپل عمر ۲۷ کاله په زندانونو کې تېر کړل، او دې موده کې ۱۸ کاله په روبین ټاپو زندان کې بندي ساتل کېده.

د عکس سرچینه، AFP
د زندان ساتونکی برانډ وروسته د منډیلا له نژدې ملګرو یو و.
۱۹۹۰ کې د سویلي افریقا له توکمپال رژیم یا 'اپارتاید ' له پای ته رسېدو وروسته منډیلا له زندانه خوشی شو او په ۱۹۹۴ کال کې د لومړنیو داسې ټاکنو پایله کې چې د هېواد ټولو وګړو ته پکې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه، د لومړني تورپوټکي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
نوموړي د ولسمشر په توګه له پنځه کلنې دورې بشپړولو وروسته ۱۹۹۹ کې دنده پرېښوده او له هغه نژدې ۱۴ کاله وروسته د ۹۵ کالو په عمر مړ شو.






















