د نیلسون منډیلا د مبارزې ملګری احمد کاتهراډا ومړ

د عکس سرچینه، AFP
سویلي افریقا کې د اپارتاید ضد تجربه کار فعال احمد کاتهراډا د ۸۷ کلونو په عمر ومړ. د نوموړي اړوند مرکز مسوولینو ویلي، نوموړی د جوهانسبرګ په یوه روغتون کې د دماغ جراحۍ له عملیاتو وروسته د لنډې مودې لپاره ناروغ و او تېره شپه مړ شوی دی.
احمد کاتهراډا د نيلسون منډیلا تر څنګ د افریقن نیشنل کانګریس د اتو نورو فعالانو په ګډون ۱۹۶۴ کال کې د عمري زندان په سزا محکوم شوی و. پر دوی د سپین پوټکو اکثریتي حکومت نسکورولو د هڅو تور پورې شوی و.
اپارتایید حکومتي سسټم ۱۹۴۸ کال کې سویلي افریقا کې رامنځته شو، چې د سپین پوټکو او د هېواد نورو اوسېدونکو تر منځ د تبعیض پر بنسټ ولاړ و. خو له دې مخکې دغه هېواد کې داسې قوانین وو، چې د سپین پوټکو او د هېواد نورو اوسېدونکو تر منځ یې تبعیض کاوه.
کاتهراډا چې له مینې به کاتهې بلل کېده، د خپل عمر ۲۶ کلونه په زندان کې تېر کړل. له دې نه هغه ۱۸ کاله د روبین بدنام ټاپو هغه زندان کې تېر کړل، چې نیلسون منډیلا هم په کې زنداني و.
جوهانسبرګ کې د بي بي سي خبریال میلټون نیکوسي وايي، کاتهراډا نه یوازې دا چې د نیلسون منډیلا نژدې ملګری و، بلکې په خپله یې هم د بشري حقونو لپاره اوږده مبارزه کړې وه.
نوموړی په ۱۲ کلنۍ کې د ځوانانو کمونیست لیګ غړی شو او وروسته یې د ټرانسووال انډین لیګ ملګرتیا وکړه.

د عکس سرچینه، EPA
کاتهراډا ۱۹۸۹ کال کې له زندانه خوشی شو او په سویلي افریقا کې له لومړنیو دیموکرایتکو ټاکنو وروسته د هغه مهال ولسمشر نیلسون منډیلا په ټینګار سره له نوموړي وغوښتل، چې له هغه سره د سیاسي چارو سلاکار په توګه دنده وکړي.
کاتهراډا ۱۹۹۹ کال کې پارلمان پرېښود، خو سیاست کې یې برخه اخیسته. هغه د اي این سي پر اوسنیو تګلارو نیوکې کولې او له ولسمشر جیکب زوما یې غوښتل چې استعفا وکړي.








