د نېلسن منډېلا د ژوند پنځه نور اړخونه

نېلسن منډېلا په نړیواله کچه مشهور و، د هغه په هکله له ډېر څه نه خلک خبر دي خو پنځه داسې شیان شته چې ښايي ځیني ترې خبر نه وي.
اول
نېلسن منډېلا د سوک وهنې مینه وال و.
نېلسن منډېلا په خپلې ځوانې کې له سوک وهنې او اوږد واټن له ځغاستې خوند اخیست.
هغه په ۲۷ کلن بند کې هم هره ورځ سهار سپورت کاوه.
دوهم
د نېلسن منډېلا اصلي نوم نېلسن نه و، روحلي خلاصلا منډېلا نهه کلن و چې په ښوونځي کې یوه ښوونکي پر هغه انګلیسي نوم نېلسن کېښود.
له دود سره سم ښوونکي پر هغه عیسوي نوم کېښود.
په سوېلي افریقا کې دود دی چې پر هر چا یو انګلیسي نوم هم ايښودل کېږي څو بهرنیانو ته یې تلفظ اسانه وي.
سره له دې چې د ښاغلي منډېلا انګلیسې نوم په نړیواله کچه مشهور دی په کور دننه ډېر ځله په مودابی هم یادېده.
دریم
کله چې نېلسن منډېلا له زندان نه خوشې شو په زندان کې یې خپلې عینکې هېرې کړې وې.
ښاغلی منډېلا د ۱۹۹۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه له زندان نه خوشې شو.
له زندان نه له خلاصېدو سمدستي وروسته هغه باید ګڼ شمېر ټولو شویو خلکو ته وینا کړې وای، کله چې هغه وینا کولو ته ځان چمتو کړ پام یې شو چې عینکې یې په زندان کې هېرې کړې دي.
څلورم
د دې لپاره چې د خپلو سیاسي فعالیتونو له امله د امنیتي مقاماتو له نظره بچ پاتې وي نېلسن منډېلا په څو نومونو ځان معرفي کړی لکه تور ګل، موټروان، باغوان او مشر.
له دې کاره یې هدف دا و چې په آزاده توګه وکولای شي چې په هېواد کې سفر وکړي.
تر ډېره پورې څوک نه پوهېدل چې نېلسن منډېلا د پردې ترشاه سیاسي فعالیتونه کوي.
پنځم
نېلسن منډېلا خپل د وکلات دفتر درلود خو ډېر کلونه وخت یې ونیوه چې هغه د وکلات دیپلوم ترلاسه کړي.
نېلسن منډېلا په ۵۰ کلونو کې د وکلات دیپلوم ترلاسه کړ.
هغه په تقریباٌ نیمايي کورسونو کې ناکام شوی هم دی.
د هغه د پوهنتون پر دیپلوم سربېره د وکلات دوه کلن ديپلوم هغه ته د وکلات د تمرین کولو زمینه برابره کړه.
نېلسن منډېلا او اولیف ټامبو په سوېلي افریقا کې په لومړي ځل د تورپوستانو د وکلات دفتر پرانیست.
منډېلا د وکلات ديپلوم په زندان کې په ۱۹۸۹ میلادي کال کې ترلاسه کړ.








