جنوبي افريقا ولسمشر وايي د منډېلا ناروغي د اندېښنې وړ نه ده
د جنوبي افريقا ولسمشر جېکوب زوما خلک هڅولي چې روغتون ته د نېلسن منډېلا لېږدونې له امله دې اندېښنه نه کوي.
ښاغلی منډېلا د ډاکټرانو په سپارښتنه د پنجشنبې پر شپه روغتون ته بوتلل شو.
ويل شوي چي د سږيو ناروغۍ درملنې ته يې ښه غبرګون ښوولی دی.
د جنوبي افريقا ولسمشر جېکوب زوما له بي بي سي سره مرکه کې وويل خلک بايد ونه وېرېږي، او هيله يې څرګنده کړه چې ښاغلی منډېلا ژر کور ته ستون شي.




