نیلسن منډېلا له روغتونه رخصت شو
د سوېلي افریقا پخوانی ولسمشر نیلسن منډېلا له روغتونه رخصت شوی دی.
نوموړی د نمونیا ناروغۍ له کبله له تېرې څه مودې راهیسې په روغتون کې بستر و.
حکومت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، د نوموړي درملنه به په خپل کور کې روانه وساتل شي.




