قذافي له عرب قامپالۍ تر افريقايي سوچ، بيا ترمرګه، يو بدلېدونکی ناثابت مشر

قذافي

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, امان الله عطا
    • دنده, بي بي سي، لندن

قذافي چې د ۱۹۶۹ کال سپتمبر کې د ډګروال په کچه د یوه پوځي افسر په توګه کودتا وکړه، له جمال عبد الناصر او د هغه له عرب قامپال سوچه اغېزمن و. هغه مهال نو د سړې جګړې هسکه وه، هر هېواد ان که هر څومره يې ناپېيلی هم ځان باله، یا بايد د شوروي ختيځ يا هم د امريکا لوېديځ لمن کې وی، چې اقتصادي کړۍ يې ورسره په چلېدو وي.‌

قذافي د جمال عبد الناصر په څېر د شوروي ختيځ لمن کې و، همداسې يې بيا ان د سړې جګړې تر پايه بهرنۍ تګلاره وه. چې شوروي ړنګ شو، نو بیا يې هم د امريکا پر وړاندې خپل تېر غليمانه دريځ وساته. خو پر کور دننه او سيمه ييزه کچه د يوه ثابت سوچ څښتن نه و، ان داسې هم ارزول شوې، چې د شپې پر يو باور، او د ورځې يې بيا سوچ بيخي اوښت.

په ۱۹۷۷ کال کې یې د ليبيا عرب جمهوريت بدل، او د ليبيا عربي، ولسي اشتراکي جماهيريت نوم پرې کېښ.

اويايمې لسيزه کې یې د هغه څه لپاره تبليغات کول، چې قذافي درېيمه لار بلله، د ډېرو نورو زورواکو په څېر يې د زرغون کتاب په نامه يو کړنلار را وایست. باور يې دا و، چې همدا د پانګوال او اشتراکي نظام ترمنځ يوه حل لاره ده.

قذافي يو پراګمټيک يا عملي کس نه، تر ډېره د خپل ځانګړي خيالي سوچ هوا او هوس کې ډوب و. د هېواد دننه يې د اداري جوړښت غوړولو او ځواکمنولو پر ځای ډېرې خپلې نظريې او سوچونه ازمويل.

د انور سادات له واکمنۍ سره يې له مصر سره اړيکي ترينګلي شول، او دی هم ورسره بيا ورو ورو، له عرب قامپالي سوچه واوښت.

لاکربي او له امريکا سره ټکر

لیبیا

د عکس سرچینه، Getty Images

امريکا ليبيا سره وروسته له هغه سوداګريز اړيکي وشلول چې قذافي ۱۹۷۳ کال کې پر خپل جنوبي ګاونډي چاد يرغل وکړ.

د ۱۹۸۰ لسيزې اوږدو کې لیبیا له لوېديځ په تېره بيا امريکا سره د ټکر پايله کې په نړيواله کچه په يوه ګوښي هېواد واوښته.

بريتانيا هم ۱۹۸۴ کال کې ليبيا سره وروسته له هغه اړيکي وشلول، چې لندن کې ليبيا سفارت له دننه ساتندویانو پر احتجاجيانو ډزې وکړې، او يوه بريتانوۍ پوليسه يې ووژله.

په ۱۹۸۶ کال امريکاييو الوتکو د ليبيا پر پوځي اډو او طرابلس او بن غازي کې د استوګنې پر سيمو بمباري وکړه. قذافي ويل دغو بمباريو کې يې په فرزندۍ نېولې لور هناء وژل شوه. واشنګټن بيا ويل، دا بريدونه يې د ليبيا له خوا برلېن کې يوه شپني کلب کې د چاودنې له ځواب کې کړي، چې جرمنی کې مېشت امريکايي سرتېري هم ورتلل.

په ۱۹۸۸ کال کې د سکاټلنډ لاکربي ښارګوټي د پاسه د پان امېرېکن الوتکې له چاودنې وروسته، چې ۲۷۰ کسان په کې ووژل شول، له نړيوالې ټولنې سره د ليبيا اړيکي خطرناک پړاو ته ننوتې، په تېره بيا وروسته له هغه چې قذافي دې پېښه کې ښکېلتيا سره په تړاو د دوو شکمنو ليبيايانو له سپارلو ډډه وکړه. لوېديځ بيا د ليبيا غوږتاوي ته مخه کړه، او ۱۹۹۲ کال کې د ملګرو ملتونو له لوري پرې بندیزونه ولګېدل.

د بنديزونو اغېز او افريقا ته مخه

لیبیا

د عکس سرچینه، Getty Images

ليبيا د افريقا شمال کې په تېلو ښه شتمن هېواد دی، قذافي د بېوزلو هېوادونو پلوۍ ورجلبولو لپاره د خپلو هغو تېلو چې پلورلی يې شوی، په لاس ورغلې شتمنۍ کارولو ته مخه کړه. افريقا کې یې ځينو هېوادونو سره مرسته کوله، او افريقايي هېوادونو هم ورسره پرې لګېدلو نړيوالو بنديزونو مخالفت کاوه. قذافي بيا نژدې خپل ټول پام نويمه لسيزه کې افريقا ته واړاوه..

قذافي جنوبی افريقا کې د اپارتايد يا د سپين پوستو توکمپالي نظام پر وړاندې د نېلسن منډېلا په مشرۍ مقاومت ملاتړ کاوه، او د دغه هېواد د سپين پوستو توکمپالي نظام پر وړاندې يې د مقاومت غورځنګونو سره مالي او ان د وسلو مرسته کوله. خو افريقايي هېوادونو کې يې د لاسوهنې تګلارې هم پرمخ بېولې، د ليبېريا، سيراليون په څېر هېوادونو کې يې د بغاوت غورځونګونو ملاتړ کاوه. دی ځينو ځايونو کې له يو لړ ماتو سره مخامخ شو، په تېره بيا ۱۹۸۷ کال کې يې چاد کې ليبيايي ځواکونو شرمناکه ماته وخوړه.

خو افريقا کې يې ملګري هم موندلي وو. په ۱۹۹۴ کال کې چې نېلسن منډېلا د جنوبي افريقا مشر شو، د لوېديځ، په تېره بيا امريکا هغه مهال ولسمشر بېل کلېنټن فشارونو ته یې غاړه کېنښوده، چې له قذافي سره دې اړيکي وشلوي.

منډېلا ويل "هغوی چې قذافي سره مې اړيکو ته زيان رسوي، اوبو ته دې ټوپ کړي".

د عربانو ترمنځ د لانجو لامل

لیبیا

د عکس سرچینه، Getty Images

قذافي د عرب مشرانو ترمنځ د عجیبو لانجو او ناندريو لامل هم و. ځينو عرب مشرانو ته يې مخامخ ستوغې خبرې کولې. ځينو سره يې د روغبړ پر مهال ستونزې په رسنيزو ګونګوسيو اوښتې او کله ناکله به يې هېواد يوه ډيپلوماټيکه لانجه کې ورښکېلېده. يوه پېښه یې د ۲۰۰۳ کال د مصر شرم الشیخ سرمشريزه وه، چې د سعودي هغه وخت له ولي عهد عبد الله بن عبد العزيز سره یې غونډه کې په ژوندۍ توګه خپرېدونکو خبرو پر مهال ټکر وکړ. له دې مخکې د ۲۰۰۰ کال سپتمبر کې فلسطين کې د تاوتريخوالي پېښو پايله کې، مصر د اکتوبر پر ۲۱ مه عربي سرمشريزه وبلله، قذافي په کې په دې دريځ ګډون ونه کړ، چې دا غونډې يې په باور ګټې نه لري او استازی يې هم بيا د وروستۍ اعلاميې پر وړاندې احتجاج کې ترې ووت.

ده د اسرائيلو پر وړاندې د کلکو تدبيرونو او د شلون غوښتنه کوله. خو د نظر په يو خورا روښانه بدلون يې څو مياشتې وروسته د ۲۰۰۱ کال مارچ کې چې د اردن پلازمېنه عمان کې عربي سرمشريزه کېده، د عربانو دريخ او هم د خپل تېر خلاف خورا بېله غوښتنه کوله. ده ويل د پراخې ويجاړۍ وسلو له منځه وړلو او خپلو مېنو ته د فلسطينيانو ستنېدو شرطونو په منلو دې اسرائيل په رسميت وپېژندل شي، او عربي ټولنه کې دې غړيتوب ورکړل شي.

پر عراق امريکا يرغل او د قذافي اوښتون

لیبیا

د عکس سرچینه، Getty Images

په ٢٠٠٣ کال کې پر عراق د امريکا يرغل سره داسې انګېرل کېده، چې قذافي هم د امريکا له کومي شوني ګوزاره ډار شوی، نو وروسته له هغه چې په رسمي ډول یې د لاکربي پېښې مسئوليت ومانه منلو، چې ګواکې پان امېرېکن الوتکه کې چاودنه د ده کار و، نو د پېښې قربانيانو کورنيو ته یې د تاوان ورکړې ته غاړه کېښوده، او د يو تړون په لاسليکولو یې د ۲،۷ ميليارډ ډالرو په ارزښت تاوان ورکړ.

د ۲۰۰۳ سپتمبر کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر ليبيا لګېدلو بنديزونو د لرې کولو پرېکړه لیک په ګټه رايه ورکړه. له دې وروسته ليبيا د پراخې ويجاړۍ وسلو جوړولو له پروګرامه لاس واخيست، د هغې فرانسوۍ الوتکې قربانيانو تاوان یې ورکړ، چې ۱۹۸۹ کال د افريقا بېديا د پاسه وچاودېده، او هم یې برېلين کې د يوه شپني کلب چاودنې قربانيانو تاوان پرغاړه واخیست.

لوېديځ ته د قذافي بڼه په ښه کېدو شوه، او له يوه رټلي مشره په يوه منلي مشر واوښت، خو څېره يې لا هماغه وه، هېښوونکي کړه وړه يې لا روان وو.

اروپا ته يې سفرونه پيل کړل، لندن ته لاړ او ايټالوۍ پلازمېنې روم ته.

يو سفر يې چې د ورځپاڼو او رسنیو سرټکي جوړ کړي وو، د ۲۰۰۹ کال نومبر کې و، روم کې يې له نجونو سره کتنه، چې د ايټاليا ښکلې بلل کېدې، دې کتنه کې يې هرې يوې ته قران کريم ورکړ، او اسلام ته یې بلنه ورکړه.

عرب پاڅون او د قذافي مرګ

لیبیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د قذافي ليبيا کې د مخالف او مخالفت ځای نه و، مخالفان يې د خپلې ٤٢ کلنې واکمنۍ پر مهال په کلکه ځپل. خو د ليبيا وګړو شمېر ډېر نه دی، او ښايي له همدې امله يې د واکمنو له خوا يې کنټرول او کابو کول اسانه وي.

دې حالت ډېر دوام ونه کړ.٢٠١١ کال کې د عربي پاڅون له پيل سره د قذافي پر وړاندې هم خپل ولس پاڅېد. خو ده ورسره د کومې منځ لارې راکتلو او جوړجاړي پر ځای د ټکر لاره غوره کړه.

بن غازي د پاڅون لومړيو کې مخالفانو ونيو، او طرابلس ته پر لار یې پرمختګ هم وکړ.

خو د قذافي ځواکونه په وسلو سمبال زورور وو، او مخالفان يې په کلکه ځپلو وګواښل. د بن غازي پر لور يې په شا وتمبول. نړيوالې ټولنې بن غازي کې د وژنو مخنیوي په موخه د مداخلې ګوتڅنډنه وکړه، خو قذافي پر خپل ګواښونکي دريځ ولاړ و. بیا د بريتانيا او فرانسې الوتکو د قذافي پر ځوکونو بريدونه پيل کړل. دی خپلرني ښار سرت ته تللی و، خو ليبيا کې د جګړې پله په چټکۍ د مخالفانو په ګټه اوښته، او پرله پسې يې پراخې سیمې لاندې کولې. قذافي بيا د ۲۰۱۱ کال اوکتوبر پر ۲۰ مه د ۶۹ کلونو په عمر ووژل شو.

ډېرښايي اوس په تېره بيا په خپله ليبيا کې د معمر قذافي د واکمنۍ د ارامۍ او امنيت ارمانجن وي، خو ډېر دا هم ښايي پوښتې چې ۴۲ کلونه د يو داسې هېواد مشرۍ کې د قذافي ميراث څه و، چې په تېلو خورا شتمن و، ولس يې کم، او تر ډېره د ژبې او دين له مخې يې ټولنه همغږې بلل کېده. قذافي لا هم ښايي مینه وال ولري، خو ډېرو ته يو خورا بدلېدونکی ناثابت، له ټاکلي سوچ او ذهنيت بې برخې زورواکی مشر و. له بشري حقونو په سرغړونو تورن، چې د واکمنۍ زيان رسوونکو تګلارو له امله يې نه هېواد ښېراز شو، نه یې عربي نړۍ او نه هم افريقا ته هسې چې شونې وه، کومه ګټه ورسېده.