د لیبیا پر یوه ښار د اوو وروڼو او د هغوي د زمریانو د ترهې واکمني

الکاني

د عذاب په شان نازل شوي وو. د لیبیا یو کوچنی ښار د تېر کال تر اوړي د الکاني وروڼو بېرحمه منګولو کې و. هغوي د واک چلولو لپاره بې حسابه ښځې، سړي او ماشومان ووژل. د هغوي له جرمونو اوس کرار کرار پرده پورته کېږي.

له اوو میاشتو راهیسې ځینې کارکوونکي چې سپینې کیمیاوي حفاظتي جامې یې پر تن دي د لیبیا د پلازمېنې ترابلس ختیځ ته نږدې پروت کوچني کرنیز ښار ترهونا ته راځي.

دوی دلته له یو ټوټه ځمکې سرې سپینې پټۍ تاووي، قبرونه سپړي او شاوخوا ۱۲۰ مړي ترې باسي - خو پراخې سیمې لا همداسې پر خپل حال پاتې دي.

د واده الکیش په نوم یو کاریګر وايي "چې کله هم کوم مړی راباسم، په ډېره ارامۍ او پام دا کار کوم. موږ په دې باور یو چې که کوم هډ یا اډوکی مات شي نو روح یې احساسوي".

داسې ښکاري چې په دوی کې د هغو جنګیالیو جسدونه هم شته لیبیا کې د روانې کورنۍ جګړې پر نهم کال تېر اوړی ترهونا ته نږدې شویو نښتو کې وژل شوي دي.

خو ډېر یې عام خلک دي - ښځې او ان تر پنځو کلونو د ټیټ عمر ماشومان هم پکې شته او د ځېنو پر جسدونو د سختو ربړونو نښې نښانې لیدل کېږي.

دا قبرونه د الکاني وروڼو د وېرې او ترهې واکمنۍ میراث دی. دغو وروڼو او د دوی اړوندې ملېشې شاوخوا اته کاله پر دغه ځای بېرحمانه واک وچلاوه.

الکاني
د عکس تشریح، واده الکیش د ډله ییزو قبرونو راسپړلو کې مرسته کوي.

له الکاني وروڼو درې اوس مړه دي او پاتې څلور یې لیبیا کې د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت د پېژندل شوي حکومت د ځواکونو له وېرې تښتېدلي.

خو د ترهونا ښار ډېر اوسېدونکي اوس هم د دې کورنۍ د جنایتونو په اړه له خبرو او څه ویلو ډارېږي. ځینو ته په همدې لنډو ورځو کې هم د الکاني وروڼو د ملاتړو وسله والو لخوا له ورایه ګواښونه شوي دي.

دا وروڼه عبدالخالق، محمد، معمر، عبدالرحیم، محسن، علي او عبدالادهم نومېږي خو د دوی د کړنو کېسې اسانه نه دي.

خو موږ د هغو کسانو له خبرو چې دوی یې پېژندل پر دې وپوهېدو چې د یوې بې وزله او فقیرې کورنۍ دغو بېرحمه وروڼو څنګه د معمر قذافي خلاف د ۲۰۱۱ کال له پاڅون وروسته له رامنځته شویو ګډوډیو په ګټه اخیستو خپله شخصي واکمني جوړه کړه.

د حمزه دلعاب په نوم یو وکیل او ټولنیز فعال چې د ۲۰۱۱ کال تر پاڅون وړاندې په ودونو او جنازو کې له دغو وروڼو سره مخامخېده وايي "دوی اووه واړه وروڼه ډېر ستوغ او بد اخلاقه وو. ټولنیز اداب یې صفر وو".

نوموړی زیاتوي: "چې یو ځای به وو د لیوانو ډله وه. تل په جنګ جګړو او ښکنځلو سر وو. ان په خپلو کې به یې هم په کوتکونو وهل".

د پاڅون پر مهال د برهونا ډېر خلک قذافي ته وفادار پاتې شول.

دا ښار د قذافي له ځانګړې لورېنې برخمن و. هغه داسې چې د برهونا د پېژندل شویو کورنیو سړیو ته یې په خپلو امنیتي ځواکونو کې ښې دندې ورکړې وې.

خو الکاني وروڼه په هغو ګوتو شمار کسانو کې وو چې د پاڅون ملاتړ یې کاوه.

حمزه دلعاب وايي دوی د پاڅونوالو ملاتړ د قذافي رژیم سره د نظر او لیدلوري د مخالفت له کبله نه - بلکې د دې لپاره کاوه چې د معمر قذافي د ملاتړو له یوې کورنۍ سره یې ۳۰ کلنه دښمني درلوده او دا کورنۍ د همدغو الکاني وروڼو تربرونه وو.

د قذافي تر نسکورېدو را وروسته ګډوډیو دغو وروڼو ته سر پورته کولو زمینه برابره کړه.

د ښاغلي دلعاب په وینا "الکاني وروڼه کرار کرار او په پام سره یو په بل پسې د دې کورنۍ د غړو په وژلو بریالي شول".

خو له دې د غچ او بدل یوه لړۍ پیل شوه چې پایله کې یې د الکانيانو پنځم ورور علي هم په ۲۰۱۲ کال کې ووژل شو.

د هالنډ کلېنجېنډیل انیسټیټیوټ کې د لیبیا د چارو شنونکی جلیل هارچاوويي چې د دې کورنۍ پر تاریخ څېړنه کوي وايي "علي په الکانیانو کې تر ټولو ښکلی و - چې مړ شو وروڼو یو افسانوي شخص ترې جوړ کړ".

"وروڼو یې د هغه د وژنې غچ کې نه یوازې دا چې وژنکي پیدا او ووژل - بلکې د هغوی ټولې کورنۍ یې هم لمنځه یوړې."

الکاني
د عکس تشریح، د علي الکاني په درناوي یو جوړ شوی پوسټر

الکانیانو په دې توګه کرار کرار پر ښار د خپلې واکمنۍ لمن وغځوله - دغه ښار کې پاتې پوځي ډلې یې منظمې او خپله ملېشه ترې جوړ کړ چې زرګونه وسله وال پکې راټول وو.

دوی هم د لیبیا پر خاوره نورو واکمنو ملېشو په څېر دولتي بودیجې ته لاسرسی درلود. دوی د غچ او هدفي وژنو په دې لړۍ کې پر ترهونا ښار خپله واکمني پخه کړه.

حمزه دلعاب وايي "د دوی تګلاره یوازې د وېرې خپرولو لپاره د خلکو ترهول وو. دوی یوازې د همدې لپاره وژنې کولې. ترهونا کې چې چا هم د دوی خلاف غږ پورته کړی، وژل شوی دی".

حنان ابوکلیش د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر ۱۷مه خپل کور کې وه چې د الکانیانو د ملیشې وسله وال پرې ورننوتل.

دا وايي "یوه یې په سر ټوپک راکېښود. پوښتنه یې وکړه چې کور کې نور څوک دي".

"ورته ومې ویل څوک نشته. خو یوه یې د پلار تر خونې راکښلم او هغه ته یې وویل چې لومړی تا وژنو او دا کار یې وهم کړ. ما یې د مخنیوي ډېرې هڅې وکړې خو هغوی مې د پلار سینه په مرمیو غلبیل کړه".

د حنان درې وروڼه او دوه ورېرونه هم چې ۱۴ او ۱۶ کلن وو په دې ورځ وژل شول. نور خپلوان یې د الکانیانو لخوا د تښتول کېدو له کبله تر اوسه نادرکه دی.

الکاني

د عکس سرچینه، HANAN ABU-KLEISH

د عکس تشریح، حنان ابوکلیش د یو نادرکه خپلوان له عکس سره

الکانیانو دغه وخت ترهونا او شاوخوا سیمو کې خپله کوچنۍ واکمني جوړه کړې وه او آن رسمي پولیس یې هم کنټرول کې وو.

خپله پاچايي یې وه. د سیمنټو له فابریکې او نورو ځايي کاروباریانو یې ټکسونه ټولول. ستر پلورنځی یې جوړ کړی و او ځینې قانوني کارونه او سوداګري یې هم کوله.

دوی ته د نشه يي توکو او انساني قاچاق له هغو ډلو هم پیسې راتلې چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې یې ورته د مدیترانې تر سواحلو د تګ راتګ خوندي فضا رامنځ ته کړې وه.

د ویډیو تشریح، د هغو کډوالو حال چې ‘پلورل’ کېدل

خو دوی په ورته وخت کې د قاچاق خلاف د مبارزې او لیبیا کې د ثبات د ټینګښت لپاره د هڅو ادعا هم کوله.

د دې کوچنۍ واکمنۍ مشر محمد الکاني و. هغه چې په وروڼو کې دویم و سلفي لیدلوری تعقیباوه.

محمد الکاني د خپلې کورنۍ یوازنی کس و چې یو څه زده کړې یې کړې وې او اداره کې یې د یوه معمولي کار مخینه درلوده.

هغه تر پاڅون وړاندې د تیلو کومه کمپنۍ کې د چلوونکي په توګه کار کاوه.

الکاني
د عکس تشریح، کیڼ خوا محمد الکاني - دوه نور مهم قاتلین محسن او عبدالرحیم

جلیل هرچاوويي وايي "ورانکاره کورنیو کې مشران ډېر وخت ویرونکي او کارازماټیک اشخاص نه وي. معمولآ مشري داسې شخص کوي چې د هر اړخ په پیچلتیا او حساسیت پوه وي او محمد الکاني همدغه نقش لوباوه".

په ده پسې دویم عبدالرحیم و چې د 'کورني امنیت' او د مشکوکو خیانتکارو د سمبالولو دنده ورترغاړې وه.

دریم کس پکې محسن دی چې د ملېشو مشري یې کوله 'دفاع وزیر' و.

حمزه دلعاب وايي "عبدالرحیم لومړی درجه وژونکی او په هغه پسې محسن وو".

دی وايي ده او له ترهونا ګڼو نورو تښتېدلو خلکو ترابلس کې بدلېدونکو حکومتونو ته د دې کورنۍ د وژنو او جرایمو شکایتونه ورسول "خو په خواشینۍ سره حکومتونو د دغو وروڼو په ټولو جرمونو سترګې پټولې ځکه د الکانیانو ملېشو یې پوځ سره مرسته کوله".

دغو وروڼو په ۲۰۱۷ کال یو پوځي پرېډ تنظیم کړې چې په سپکو او درنو وسلو سمبالو ملیشو او د رسمي جامو پولیسو پکې له زمریانو سره برخه اخیستې وه.

دا زمري شخصآ د همدغو وروڼو وو. داسې ګونګسې هم وې چې دوی خپل قربانیان په زمریو ماتوي او غوښي یې پرې خوري.

الکاني وروڼو تر دې وروسته په ۲۰۱۹ کال د کورنۍ جګړې بشپړه طرحه بدله کړه.

الکاني

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ترهونا کې د زیتونو د یوه بڼ منظره

دوی د لیبیا پر لویدیځ واکمن حکومت سره چې ملګرو ملتونو په رسمیت پېژانده، اتحاد مات کړ او د دغه حکومت تر ټولو ستر دښمن جنرال خلیفه حفتر ته یې بلنه ورکړه چې د دوی ښار پر ترابلس د برید لپاره د ټوپ تختې په توګه وکاروي.

د حفتر ملېشه د لیبیا پر ختیځ واکمنه ده.

له دې سره ترهونا ښار یو ناڅاپه د نړیوالو سیالیو په مرکز واوښت ځکه فرانسه، مصر، متحد عرب امارات او روسیه د جنرال خلیفه حفتر ملاتړ کوي.

خو ترکیې بیا د دوی خلاف د لیبیا د حکومت د ملاتړ لپاره ترابلس ته وسلې او مهمات واستول.

محسن الکاني او د دوی تر ټولو کوچنی ورور عبدالادهم د ۲۰۱۹ کال سپتمبر کې په یوه هوايي برید کې ووژل شول او په ډېر احتمال دا برید به هم د ترکیې بې پیلوټه الوتکو کړی وي.

ترهونا کې تر ټولو ډېرې وینې د همدغو دوو الکاني وروڼو د مړینې او د ترابلس د نیولو د هڅې تر ناکامېدو وروسته توی شوې. جلیل هرچاوويي وايي "د وژنو لړۍ نوره هم چټکه شوه - ځکه په لږو کار نه کېده. څنګه ډاډمنولی شئ چې د سیمې خلک مو دښمن سره ملګري نه شي؟ الکانیانو ښايي دا کار د همدې لپاره کاو".

خو په دوی کې داسې وژنې هم وې چې ظاهرآ الکانیانو د جګړې د دوام لپاره د وسلو او تجهیزاتو د مالي امکاناتو برابرولو لپاره کولې.

د ۲۰۱۹ ډسمبر کې د الکاني ملیشو وسله وال د رابعه جبله په نوم د یوې ښځې کور ته ورغلل، د هغې یو خپلوان طارق یې وواژه او د نوموړي موټر یې ځان یوړ.

دویمه ورځ په داسې حال کې چې د دغه سړي جنازه کېده پولیسو پر هدیره برید وکړ او د دې د مېړه په ګډون یې د کورنۍ ۱۰ غړي وتښتول.

هغوي د طارق په موټر د لاسي بم غورځونکې دستګاه لګولې وه.

الکاني

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د جي اېن اې ملاتړي ځواکونه د ترهونا په لور توغندي توغوي.

رابعه تر هغې وروسته د دغه برید په موخه پوه شوه: "زموږ کورنۍ د موټرو کاروبار کاوه. دوی زموږ د لوټلو او جګړه کې زموږ د موټرو د کارولو لپاره دا ګام اخیستی و".

د حکومت ملاتړو ځواکونو بالاخره د ۲۰۲۰ کال د جون لومړیو کې ترهونا ښار ولکه کې راوست او پاتې څلور الکاني وروڼه له خپلې ملېشې سره ختیزې لیبیا ته وتښتېدل.

رابعه جبله وايي: "دومره خوشاله وو چې ټوله شپه خوب رانغی. ټول ماشومان خوښ وو".

جبله او نورې ښځې چې وروڼه، پلرونه، مړونه او د کورنۍ نور غړي یې تښتول شوي وو د هغوي د موندلو په هیله سهار وختي د الکانیانو شخصي بندخونې ته ورغلې.

دوی هلته له ۷۰ ساتنې متر مربع خونې وکتې چې یوازې په ناسته پکې یو کس ځایدای شو. ځینو کې جامې او نور شیان پراته وو خو زندانونه له خلکو تش وو.

رابعه وايي "همدلته مې هیلې له خاورو سره خاورې شوې. دیوالونه په وینو لړلي وو. نور مې نشو ورلیدلی. په ملا یې ماته کړم".

الکاني

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د الکاني وروڼو یوه بندخونه - محسن الکاني د دوی دفاع وزیر

د ترهونا تر نیولو وروسته دغه ښار ته ورغلو بهرنیو ژورنالیستانو له ډېرو وېرونکو حقایقو پرده پورته کړه.

"د بند خونو پر سر ایرې او سکاره ښکاریدل - دلته یې اور د بندیانو د ربړونې لپاره لګاوه چې د تنور په څېر تودوخه حس کړي".

دوی په یوه بله بندخونه کې د ماشومانو بوټان لیدلي چې یا وژل شوي او یا تر اوسه له الکانیانو سره بندیان دي.

پر ترابلس د واکمن حکومت د تری تم شویو کسانو د موندلو اداره وايي، ترهونا څخه له ۳۵۰ ډېر کسان نادرکه دي.

خو ځايي اوسیدونکي بیا دا شمېر زرګونه ښيي.

الکاني

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ځايي اوسیدونکي ترهونا نه د بې درکه شویو کسانو شمېر زرګونه ښيي

ډاکتر ابوبکر وايي په ۲۰۱۱ کال لیبیا کې د پیل شوي کړکیچ پر مهال د نورو سیمو له جنایتونو او ډله ییزو وژنو د ترهونا کېسه ډېره خواشینونکې ده.

"دا لومړي ځل دی چې د ښځو او ماشومانو ډله ییز قبرونه مومو. پر دې سربیره مو داسې جسد هم موندلی چې د اکسیجن د ماسک او ټیوب په څېر روغتیايي سامان ورسره و. له دې ښکاري چې دا شخص یې له روغتونه راوستی او دلته ژوندی ښخ کړی دی".

حنان صلاح او نور پر ترابلس واکمن حکومت هم د دغو جنایتونو او له بشري حقونو د سرغړونو شریک ګني.

خو د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پېژندل کېدونکی حکومت وايي د ټولو جنایتونو د بربنډیدو لپاره څېړنې کوي.

د لیبیا حکومت له ۲۰۱۵ کال راهیسې د ډېرو څېړونو د پیل اعلان کړی خو تر اوسه یوه هم نه ده بشپړه شوې.

حنان صلاح وآيي حکومت له کلونو راهیسې الکاني وروڼو سره اړیکې پاللې.

د همدې لپاره یې ښايي د هغوي پر ځینو سترو جنایتونو پرده اچولې وي. د دې مطلب دا دی چې د 'جي اېن اې' ځینې پوځي او سیاسي مشران هم په دغو سرغړونو کې ګرم ګڼل کېدای شي.

الکاني

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ۲۰۲۰ د نومبر ۱۳مه، یو جسد دویم ځل خاورو ته سپارل کېږي

د لیبیا حکومت د دغو تورونو په اړه د بي بي سي پوښتنې بې ځوابه پرېښې دي.

خو د جرایمو نړیوالې محکمې هم ترهونا کې د ډله ییزو وژنو څیړنې پیل کړي. د محمد الکاني نوم د امریکا د بندیزونو لیست ته شامل شوی دی. خو څرنګه چې هغه اوس د جنرال خلیفه حفتر تر کنټرول لاندې سیمو ته پناه وړې نو ښايي د محکمې میز ته راکښل یې ژر امکان ونه لري.

په ترهونا اوس هم د غچ او بدل وېره خپره ده. د الکاني وروڼو لخوا د وژل شویو کسانو د قبرونو سپړونکی واده الکیش وايي راتلونکې ته اندېښمن دی.

دی وايي "د ترهونا خلک له یوې ملېشې ازاد شول خو پر بلې واوښتل. حکومت یوازې یو نوم دی. حقیقت دا دی چې پر هر څه ملېشه واکمنه ده او هر څه چې یې زړه وي هغه کوي. خلک له همدې ډارېږي".

الکاني

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د الکاني او خلیفه هفتار د ملېشو تر شړلو وروسته ترهونا ښار

واده وايي یو جسد یې دویم ځل خاورو ته سپاره او په دغو مراسمو کې د مقتول د ورور تقریر د دغه بدبخته ښار راتلونکې لپاره هیله من کړ.

هغه وویل: "زما ورور د هېڅ هدف په دفاع کې نه دی وژل شوی. زما د ورور یوازنۍ موخه دا وه چې ژوند وکړي او د خپلو ماشومانو لپاره ژوندی پاتې شي. دا زموږ جنګ نه دی. د همدې لپاره که څوک وايي چې خلک د دغه یا هغه هدف لپاره مرګ ته ورغاړېوتي دا کسان راوباسئ. ځکه دوی دغه وژنې د خپلو ګټو لپاره کاروي. موږ د غچ او بدل دغه لړۍ پای ته رسول غواړو".