لیبیا ته د ترکیې پوځ استولو خلاف د جنرال حفتر توند غبرګون

جنرال حفتر په ۱۹۴۳ کال کې زېږېدلی او له څو لسیزو راهیسې لیبیا کې مهم کس بلل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جنرال حفتر په ۱۹۴۳ کال کې زېږېدلی او له څو لسیزو راهیسې لیبیا کې مهم کس بلل کېږي

د ترکیې هغه پرېکړه چې لیبیا ته به د هغه حکومت ملاتړ لپاره پوځیان لېږي، چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي، د هېواد په ختیځ کې د جنرال خلیفه حفتر په مشرۍ مخالفو ځواکونو توند غبرګون څرګند کړی.

د افریقايي هېوادونو ټولنې هم پر دې پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې.

جنرال حفتر چې د لیبیا ختیځ کې یې ځینې سیمې په کنټرول کې دي، د جنورۍ پر څلورمه له یوه ځايي ټلویزیونه وینا کې له ټولو لیبیایانو غوښتي چې د خپلې خاورې دفاع لپاره وسله واخلي.

نوموړي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان 'لیونی سلطان ' بللی، چې په وینا یې غواړي د عثمانیه امپراتورۍ پر یوه پخوانۍ برخه بیا ولکه ټینګه کړي.

تېره اوونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان وویل، طرابلس کې یې د حکومت غوښتنې ته د ځواب لپاره به د پوځي مرستې استولو موضوع د پارلمان تایید ته وړاندې کړي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، تېره اوونۍ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان وویل، طرابلس کې یې د حکومت غوښتنې ته د ځواب لپاره به د پوځي مرستې استولو موضوع د پارلمان تایید ته وړاندې کړي.

د ترکیې پارلمان وړمه ورځ (پنجشنبه جنوري دویمه) په طرابلس کې د لیبیا حکومت ملاتړ لپاره د پوځيانو استولو طرح تایید کړه.

د دغې مسودې له مخې به د جنرال حفتر پر ضد جګړه کوونکو لیبیايي پوځیانو لپاره روزونکي او پوځي سلاکاران لیبیا لېږل کېږي. د جنرال حفتر ځواکونو د پلازمېنې نیولو لپاره هم بریدونه کړي دي.

ترکیې کې چارواکي په دې باور دي چې د لیبیا کړکېچ په دغه هېواد کې د دوی ګټو ته ګواښ کېدای شي.

بل لور ته د افریقايي ټولنې مشر وايي، په لیبیا کې سیاسي ګواښونه او پوځي لاسوهنه یوازې د مخامخ ښکېلتیا خطر زیاتوي.

د ملي پوځ په نامه ځواک چې د لیبیا پر ډېره برخه کنټرول لري، له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوي، پلازمېنه طرابلس ونیسي او ترکیه غواړي مخه یې ونیسي.

بل لور ته د لومړي وزیر فایز سراج په مشرۍ حکومت چې (د ملي وفاق حکومت بلل کېږي) د هېواد په ختیځ کې د یاغیانو له بریدونو سره مخامخ دی.

د جنرال حفتر په مشرۍ د لیبیا ملي پوځ په نامه ځواکونو د هېواد پر ډېره برخه کنټرول لري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جنرال حفتر په مشرۍ د لیبیا ملي پوځ په نامه ځواکونو د هېواد پر ډېره برخه کنټرول لري

ښاغلي اردګان یوه میاشت مخکې ویلي و، چې د ښاغلي سراج حکومت لیبیا ته د ترکي پوځیانو لېږلو غوښتنه کړې او دوې هوکړې لاسلیک شوې، چې له مخې به یې هلته پوځیان استول کېږي.

دغه راز ترکیې حکومت په مدیترانه کې د سمندري حدودو ټاکلو او له دغې سیمې د نفتو یا تېلو ایستلو یوه هوکړه کړې، چې یونان، اروپايي ټولنه او امریکا متحده ایالات یې مخالف دي.

د جنرال حفتر ځواکونو تېر کال دوبي کې وویل، د لیبیا له حکومت سره د ترکیې د ملاتړ له کبله به د ترکیې پر هدفونو بریدونه وکړي. اردن، متحده عربي امارات د جنرال حفتر ملاتړي دي.