عمر المختار: 'د بېدیا زمری'، چې لیبیا کې د مقاومت سمبول شو

د عکس سرچینه، facebook
د ۱۹۳۱ کال د سپتمبر پر ۱۶مه په لیبیا کې ایټالوي ښکېلاکګرو چارواکو له دروغجنې محاکمې وروسته ۷۳ کلن شیخ عمر المختار اعدام کړ.
د برتانیا دائرة المعارف وايي، په ۱۹۱۱ کال پر لیبیا د ایټالیا تر ښکېلاک وروسته دوی په برقه سیمه کې د سنوسیانو له اوږده مقاومت سره مخامخ شول. دا مقاومت ددې لامل شو چې تر ۱۹۳۱ کال پورې ایټالویان پر ټول هېواد واکمن نه شول، همدا وو چې د سنوسي مقاومت مخکښ مشر عمر المختار یې اعدام کړ.
په بي بي سي کي اندرو نارټ هم لیکلي، کله چې په ۱۹۱۱ کال ایټالویانو پر طرابلس په دې هیله یرغل وکړ، چې لیبیایان به له عثماني واکمنۍ د ازادوونکو په سترګه ورته ګوري، اټکل یې نه کاوه چې د عمر المختار په مشرۍ به یې بنغازي ته څېرمه سیمو پرضد ټیک ۲۰ کاله مقاومت وشي.
ایټالوي دیکتاتور بنیتو موسیلي د ډله ییزې سزا له لارې ددغه پاڅون ختمولو ته اړ شو، ۱۰۰ زره لیبیایان یې له هغو سیمو کوچېدو ته اړ کړل چې د پاڅون اصلي مرکزونه ګڼل کېدل او هغو توقیفخونو ته یې ولېږل، چې زرګونه کسان پکې مړه شول.
په ۱۹۳۱ کال عمر المختار ونیول شو او د خپلو زرګونو پلویانو په مخ کې اعدام شو.
عمرالمختار څوک دی او کیسه یې څه ده؟
عمر بن المختار په ۱۸۶۲ کال د لیبیا ختيځ برقة په جنزور سیمه کې زیږېدلی، دی کوچنی و چې پلار یې مړ شوی، خو د کلي له ملا یې د قرآن شریف زده کړه پیل کړې ده.
بیا وروسته جغبوب سیمې ته غوځېدلی، چې هلته د سنوسیانو فعالیتونه ډېر وو، هلته یې فقه، حدیث، تفسیر او د عربي ژبې ګرامر زده کړ.
په ۱۸۹۷ کال المهدي السنوسي وګوماره چې د (الجبل الاخضر) سیمې د زاویة القصور کلي ملا شي.
عمرالمختار څو کاله په سودان کې هم اوسېدلی دی. هلته د "بېدیا زمری" نوم ورکړل شو.
د ایټالویانو پرضد له مبارزې مخکې د مصر او لیبیا پر ګډه پوله عمرالمختار د برتانویانو پرضد جګړه کوله.
همدارنګه په جنوبي سودان کې یې د سنوسیانو او فرانسویانو ترمنځ جګړه کې هم ګډون کړی، همداشان په ۱۹۰۰ کال پر چاډ د فرانسویانو د ښکېلاک پرمهال یې هم جګړه کړې ده.
په ۱۹۱۱ کال ایټالیا د عثماني خلافت پرضد جګړه پیل کړه، هغه مهال عثمانیان د لیبیا مشران وو، په ۱۹۱۲ کال روم اعلان وکړ چې لیبیا د ایټالیا مستعمره ده، له هماغه وخته عمرالمختار - چې ۵۳ کلن و - د ایټالویانو پرضد د لیبیا مقاومت پیل کړ چې ټیک ۲۰ کاله یې دوام وکړ او ایټالویانو ته یې ډېر زیان هم واړاوه.
له ایټالوي یرغل وروسته د المختار په مشرۍ مقاومت او ایټالویانو ترمنځ ډېرې نورې جګړې هم وشوې، چې یوه هم د ۱۹۱۳ کال د مې میاشتې د (درنه) دوه ورځنۍ جګړه وه، چې لږترلږه ۷۰ ایټالوي پوځيان پکې ووژل شول او کابو ۴۰۰ نور ټپیان شول.
ایټالویان بالاخره اړ شول چې پر مقاومت کوونکو هر ډول مرستې ودروي، همدا وو چې موسیلیني د لیبیا لپاره د ۱۹۲۹ کال په جنورۍ کې بادولیو پوځي واکمن وټاکه.
بادولیو له عمرالمختار سره د خبرو لار غوره کړه، هغه هم ومنله او دواړو خواوو ترمنځ دوه میاشتنی اوربند اعلان شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
محمد محمود اسماعیل پخپل (عمر المختار؛ د اسلام شهید او د بېدیا زمری) نومي کتاب کې لیکلي، عمر المختار لیبیایانو ته دوه پیغامونه واستول، چې په وینا یې، له جغبوب نه د ایټالویانو د شاته کېدو او د شهزاده محمد ادریس السنوسي د ستنېدو مقابل کې یې له ایټالویانو سره دا هوکړه وکړه.
ده دا هم ویلي وو چې ټولو سیاسي بندیانو ته باید بښنه وشي او خوشي شي.
ایټالویان اوربند ته ژمن پاتې نه شول، د اوربند له پای ته رسېدو مخکې یې په دې دلیل د غځولو غوښتنه وکړه چې بادولیو روم ته ولاړ شي، همدا وو چې اوربند شل ورځې نور هم وغځول شو.
کله چې عمرالمختار پوه شو ایټاولیان له وخته ګټه اخلي، بېرته یې خپل بریدونه او مقاومت پیل کړ، همدا وو چې موسیلیني جنرال ګراتسیاني د بادولیو ځایناستی وټاکه.
په ۱۹۳۱ کال (الکفرة) سیمه د ایټالویانو لاس ته ولوېده او پر عمرالمختار یې فشار ډېر کړ.
"موږ نه تسلیمېږو، بریالي کېږو یا مرو"

د عکس سرچینه، facebook
د ۱۹۳۱کال د سپتمبر پر ۱۱مه، ایټالویان له داسې جګړې وروسته د عمرالمختار په نیولو وتوانېدل چې د هغه اس ووژل شو او عینکې یې ماتې شوې.
درې ورځې وروسته، د سپتمبر پر ۱۴مه، ایټالوی مشر ګراتسیاني بنغازي ته ولاړ او د سپتمبر پر ۱۵مه یې یوه ځانګړې محکمه جوړه کړه، د مازدیګر پر پنځو بجو یې عمرالمختار په اعدام محکوم کړ.
د بلې ورځې پر ګهیځ یې د عمر المختار غاړې ته رسۍ واچوله او اعدام شو.
د عمرالمختار له ویناوو یوه دا هم ده چې ایټالوي یرغلګرو ته یې د تسلیمېدو او له مقاومته د لاس اخیستو د غوښتنې په مقابل کې ویلي وو: "موږ نه تسلیمېږو، بریالي کېږو یا مرو."
په ۱۹۴۳ کال لیبیا د ایټالیا له ښکېلاک خلاصه شوه.










