لیبیا جکړه کې ښکېلو لوریو اوربند اعلان کړی

لیبیا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په ۲۰۱۱ کال کې د ناټو په ملاتړ د معمر القذافي حکومت له نسکورېدو راهیسې لیبیا کې وسله والې شخړې دوام لري.

د لیبیا جګړه کې ښکېلو سیالو لوریو یو سملاسي اوربند اعلان کړی دی. په طرابلس کې په نړیواله کچه منل شوي ملي توافق حکومت (جي این اي) په یوه اعلامیه کې راتلونکي کال مارچ کې د ټاکنو غږ هم کړی.

د جنرال خلیفه حفتر یوه پلوي هم د اوربند ملاتړ اعلان کړی چې د لیبیا ختیځ او سویل کې یې پراخې ساحې په کنټرول کې دي.

په ۲۰۱۱ کال کې د ناټو په ملاتړ د معمر القذافي حکومت له نسکورېدو راهیسې لیبیا کې وسله والې شخړې دوام لري. د لیبیا کړکېچ لړ کې ناټو متحدین هم یوه خوله نه دي.

تېره میاشت فرانسې پر ترکیې تور پورې کړ چې لیبیا ته د وسلو استولو له بندیزه یې سر غړونه کړې او د سمندري ساتونکو له عملیاتو په موقت ډول ووت.

دا پېښه له هغو ادعاوو څو اونۍ وروسته رامنځته شوه چې پر ترکي بیړیو په مدیترانه سمندر کې د یوې فرانسوۍ جنګي بېړۍ په نښه کولو تورونه ولګېدل، خو انقره کې چارواکو دغه تورونه په کلکه رد کړل.

د جي این اي مشر فیاض السراج پر فېسبوکپاڼه یوه خپره شوې اعلامیه کې ټولو امنیتي ځواکونو ته د سملاسي اوربند امر کړی او دغه راز د لیبیا په ټوله خاوره کې د جګړیزو عملیاتو درولو لار ښوونه کړې ده.

جنرال حفتر په دې اړه مستقیماً څه نه دي ویلي، خو په ختیځ کې د پارلمان مشر عقیله صالح هم اوربند اعلان کړی چې د جنرال حفتر پلوي کوي.

ملګرو ملتونو او مصري ولسمشر ابوالفتاح السیسي چې د جنرال حفتر ملاتړی دی، د اوربند اعلان هرکلی کړی دی. د لیبیا په کورنۍ جګړه کې دواړه ښکېل لوري نړیوال ملاتړي لري.

ترکیه، قطر او ایټالیا په طرابلس کې د جي این اي حکومت پلویان دي او روسیه، مصر او عربي متحده امارات د جنرال حفتر ملاتړ کوي. داسې فکر کېږي، چې فرانسه هم د جنرال حفتر پلوي کوي، خو په پاریس کې چارواکي پرلپسې دا ردوي.

ملګرو ملتونو دغه هېواد ته د تجهیزاتو او جنګیالو پر لېږلو بندیز لګولی، خو اغېز یې ډېر نه لیدل کېږي. ترکیې په ۲۰۱۹ کال کې له طرابلس حکومت سره هوکړه وکړه او په جنورۍ کې یې خپل ځواکونه هلته واستول.

په جون کې بیا جي این اي حکومت د ترکیې په ملاتړ د طرابلس بشپړ کنټرول ترلاسه کړ او د جنرال حفتر ځواکونه د ښار له څنډو په شا شول.