د لیبیا کورنۍ جګړه: د م. م استازی د بهرنۍ لاسوهنې ختمول غواړي

غسان سلامه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د لېبیا لپاره د ملګرو ملتو استازي، غسان سلامه پر نورو هېوادو غږ کړی، چې د لېبیا په کورنۍ جګړه کې لاسوهنه ودروي.

ټاکل شوې چې نن په برلین کې د لېبیا د کړکېچ د اواري په موخه یوه نړیواله غونډه پیل شي.

د لېبیا لپاره د ملګرو ملتو استازي، غسان سلامه، د دې غونډې په درشل کې پر نورو هېوادو غږ کړی، چې د لېبیا په کورنۍ جګړه کې لاسوهنه ودروي.

هغه له بي بي سي سره خبرو کې هیله مندي وښوده، چې د سولې لپاره دغه نوې هڅې به بریالۍ شي.

په برلین کې تر سرمشریزې وړاندې چې د مطرحو هېوادونو استازي په کې ګډون کوي، لیبیا ته د ملګرو ملتونو استازي غسان سلامه بي بي سي سره مرکه کې دا لاس ته راغلی فرصت وباله چې د ده په وینا کېدای شي ورانکاره او مضره حلقه په یوې پاک نیتې بدله شي.

ښاغلي سلامه پر ټولو بهرنیو قوتونو غږ وکړ چې په لېبیا کې دې په دغې ویجاړوونکې جګړه کې د لاسپوڅو له ملاتړه لاس واخلي.

د برلین په سرمشریزه کې ډېره تمه د روسیې او ترکیې ولسمشرانو ته ده چې هڅه یې کړې ښکېلې خواوې پر اوربند سره سلا کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له اروپايي هېوادونو غوښتي چې تر جنرال حفتر دې د ملګرو ملتونو له ملاتړه د برخمن د فایض السراج د حکومت ملاتړ وکړي.

ښاغلي سلامه ویلي، د لېبیا په کړکېچ کې خورا ډېر بهرني لوبغاړي لاس لري.

"په یقین سره چې ستاسې خلک هلته د عقیدوي لاملونو له کبله حضور لري. تاسې داسې کارپوهان هم لرئ چې د ډرون او داسې شیانو په برخه کې مرسته کوي. هغوی بېلابېل قانوني موقف لري خو په جګړه کې د غیر لېبیايي برخوالو شتون مخ په ډېرېدو دی او دا په یقین چې ښه نښه نه ده."

لیبیا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ملګري ملتونه دا وېره لري چې د لیبیا کړکیچ یوازې دغه هېواد کې نه ایساريږي او که وضعیت همداسې دوام وکړي نو لرې نه ده چې ددې اور لمن به د سیمې هېوادونو ته هم خپور شي.

ښاغلي سلامه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې کړکېچ دې نه اوږدوي بلکې و دې یې دروي. هغه وویل چې غواړي جنرال حفتر او او نورو ته ووايي چې د ټولو نیت دا دی چې جګړه پای ومومي.

د جمعې پر ورځ د جنرال حفتر ځواکونو په ختیځ کې د تېلو بندرونه وتړل، خو ښاغلي سلامه تمه وښوده چې دغه بندرونه بېرته پرانستل شي او په لېبیا کې دې تېل د وسلې په توګه نه کارول کېږي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې د لېبیاپه پلازمېنه طرابلس کې نښتې د یوې اوږدې او خونړۍ جګړې د پیلېدو نښه ده.

ښاغلي سلامه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم ویلي و چې ځینې هېوادونه د وسلو په ور استولو دغه کړکېچ پاروي.

ملګري ملتونه دا وېره لري چې د لیبیا کړکیچ یوازې دغه هېواد کې نه ایساريږي او که وضعیت همداسې دوام وکړي نو لرې نه ده چې ددې اور لمن به د سیمې هېوادونو ته هم خپور شي.