فوټبال نړیوال جام؛ له مراکش سره بخت یاري و نه کړه، فرانسه پایلوبې ته ورسېده

Kylian Mbappe celebrates with Theo Hernandez

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, فل میکنلټې
    • دنده, فوټبال خبریال قطر

قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې فرانسې لوبډلې په یوه جالبه سیالۍ کې د صفر مقابل کې په دوو ګولونو مراکش لوبډلې ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته لار وموندله.

د نن لوبه یوه اړخیزه نه وه، که څه هم فرانسې د لوبې پیل پنځمه دقیقه کې د یوه ګول برلاسي وموندله، خو مراکش لوبډلې تر پایه پورې ښه لوبه وکړه.

مراکش لوبډله لومړنۍ عرب او افریقايي لوبډله ده، چې د نړیوال جام سږنیو سیالیو کې نیمه پایلوبې ته ورسېده، خو د نن لوبې له پیله مخکې داسې ښکارېده چې بخت ورسره یاري نه کوله.

په داسې حال کې چې د دې لوبډلې مدافع لوبغاړي نائف ایګوارد نوم د نننۍ لوبې په لیست کې شامل و، نوموړی د ټپي کېدو له کبله له سیالۍ بهر شو.

ورپسې د مراکش لوبډلمشر رومین زائس که څه هم ټپي و، لوبه یې پیل کړه، خو څو دقیقې وروسته معلومه شوه، چې د لوبېدو توان نه لري او سملاسي تبدیل کړل شو.

له دې وروسته د فرانسې تهیوهرنیندیز د لوبې پنځمه دقیقه کې د مراکش خلاف خورا شاندار ګول وکړ او دی په دې سیالیو کې لومړنی لوبغاړی شو، چې توپ یې د مراکش ګول ته ورساوه.

مراکش لوبډلې له کمزوري دفاع سره د لوبې تکنیکونه بدلول، رابدلول او تر پایه یې هڅه کوله، چې یرغلیزه لوبه وکړي، خو بریا یې په برخه نه شوه.

د لوبې لومړۍ برخې له پای ته رسېدو سره مراکش یو ښه فرصت وموند، چې د زئیش کارنر شوټ جواد الیمیق د فرانسې ګول پر لور په سر وواهه، خو د توپ یوه برخه د ګول ساتونکي له لاس سره او یو څه برخه یې د ګول له مټې سره ولګېده او ګول ته له ننوتلو پاتې شو.

د لوبې پای شېبو کې بیا د مدافع شاندرا شاټ کولو مواني ته ورسېد، هغه د مراکش ګول ته ورساوه او له مراکش لوبډلې یې د بریا وروستی احتمالي فرصت هم واخیست.

پر یکشنبه به د فرانسې لوبډله د میسي له ارجنټاین لوبډلې سره په پایلوبه کې مخامخ شي، چې خورا فعال ښکاري.

که فرانسه د فوټبال نړیوال جام دویم ځل هم وګټي نو دا به د ۶۰ کلن تاریخ تکرار وي. له دې مخکې برازیل د ۱۹۵۸ او بیا ۱۹۶۲ نړیوال جامونه پرلپسې ګټلي دي.

د مراکش لپاره د ویاړ شپه

فوټبال

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوبې له پای ته رسېدو وروسته د سیالیو نندارچیان ښه ځنډ ولاړ وو، لاسونه یې ټکول او د مراکش لوبغاړو او روزونکو ستاینه یې کوله.

د مراکش لوبډلې مینه وال د سږنیو لوبو له پیله د خپلې لوبډلې ملاتړ له کبله په نړیوالو رسنیو کې هم مخکښ ښکارېدل.

د مراکش لوبډلې نننی فعالیت هم د دوی له مخکینو هغو کم نه وو او د مهمو لوبغاړو له ټپي کېدو سره سره یې ثابته کړه، چې د ډېرو فوټبال مینه والو لپاره ولې حیرانونکي وو.

بالاخره فرانسه هغه لوبډله ثابته شوه، چې د نړیوالو سیالیو په دې لړۍ کې یې مراکش لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو د سیالیو له لومړي سره دې لوبډلې تاریخي لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

د بلجیم، پرتګال او اسپانیا په څېر غښتلې لوبډلې له سیالیو بهر کول که یوه کامیابي ده، نو مراکش د نړیوال جام له دې سیالیو بیا هم فرصت مومي چې خپله فعالیت لا غښتلی کړی.