'د ۲۰۲۲ نړیوال جام ته ۱۶۰۰ کیلومتره پلی راغلم'

د ویډیو تشریح، 'د ۲۰۲۲ نړیوال جام ته ۱۶۰۰ کیلومتره پلی راغلم'

د قطر فوټبال نړیوال جام ته لار له بېلابېلو بحثونو سره مله وه. خو د فوټبال عرب مینه وال دا په نړیواله کچه د لوبو ډګر کې دوی ته د ویاړ او ساتېری ځای دی. د عبدالله السلمي لپاره د هغه د هیلې پوره کېده دي. هغه د سعودي له جدې ښار دوحې ته ۱۶۰۰ کیلومتره واټن په پښو وهلی دی.‌ ده بي بي س‍ي عربي ته ویلي، سربېره ‌پر دې چې له ستونزو سره مخامخ شوی،‌ خو دا سفر یې پر دومره ستړیا ارزي.