د ښځو فوټبال نغدي جایزه دوه برابره کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
فیفا اعلان کړی چې د ښځو د فوټبال نړیواله نغدي جایزه به د ۲۰۱۵ کال پرتله په ۲۰۱۹ کال کې دوه برابره کېږي.
پر دې بنسټ راتلونکې نړیوال جام ګټونکې به څلور میلیونه ډالره جایزه ترلاسه کړي.
ټولې هغه جایزې چې ټیمونو ته ورکول کېږي له ۱۵ میلیونو ډالرو څخه ۳۰ میلیونه ډالرو ته لوړېږي.
د فیفا مشر جیاني اینفانټینو وویل، دا ګام "د ښځو فوټبال لپاره مهم پیغام لري".
خو د فوټبال د مسلکي لوبغاړ نړیواله ټولنه وايي، د ښځو د فوټبال نړیوالې جایزې دا لوړېدا بسنه نه کوي.
سربېره پر دې، دې ټولنې د ښځو فوټبال د جوړښت په بدلون کې د فیفا له ملاتړه مننه کړې.
خو ویلي دي چې: "له دې بدلونونو سربېره، فوټبال کې لا هم ټول لوبغاړي یو برابر نه دي او له جنسیتي توپیرونو لرې پاتې نه دی".
روسیه کې د ۲۰۱۸ کال د نارینه وو نړیوال جام ټولې جایزې ۴۰۰ میلیون ډالره وې او فرانسې ته ۳۸ میلیونه ورسېدې چې د دې لوبو اتله شوه.
سره له دې چې فیفا د ښځو فوټبال نړیواله جایزه دوه برابره کړې، د ښځو د فوټبال د ملاتړ لپاره یې صندوق هم جوړ کړی چې د ښځینه لوبغاړو د سفرونو او روزلو لپاره به ۲۰ میلیونه ډالره لګوي.









