کابل کې د ښځو یوازېنی کتابتون د 'طالبانو د ګواښونو له کبله' تړل شوی

کتابتون

د عکس سرچینه، LAILA BASIM/FACEBOOK

د عکس تشریح، دا کتابتونه د "بیات کریسټال بنسټ" په مالي مرسته جوړ شوی و

په کابل کې د "ښځو کتابتون" مسؤلانو بي بي سي ته تایید کړې ده چې د طالب امنیتي مامورانو د پرله پسې امنیتي ګواښونو له کبله ښځو ته د دغه ځانګړي شوي کتابتونه بندولو ته اړ شوي دي.

دا کتابتونه کابو اوه میاشتې وړاندې جوړ او په بېلابېلو موضوعاتو کې شاوخوا پنځه زره کتابونه پکې ځای پرځای شوي وو.

د دغه کتابتون یوې بنسټګرې لیلا بسیم بي بي سي ته وویل، په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو امنیتي کسانو د ښځو د کتابتون پر دروازې درې ځلې د تړلو مهر وهلی،‌ خو دوی به لا هم هلته تللې ان تر دې چې د طالبانو له مکررو سختو ګواښونو وروسته د کتابتون د دروازې تړلو ته اړایستل شول.‌

دا کتابتونه د "بیات کریسټال بنسټ" په مالي مرسته جوړ شوی و او په خصوصي ډول یې کابل کې فعالیت درلود.

اغلې بسیم وویل، مامورانو دوی ته وویل چې "موږ د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه وتړل، تاسو څنګه دا جرأت کوئ چې کتابتونه ته راشئ، ښځې باید په کورونو کې کښېني".

لیلا بسیم

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، لیلا بسیم وايي درې ځلې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د دغه کتابتون د فعالیت د جواز اخیستو لپاره مراجعه کړې، خو هر ځل یې د رد ځواب ترلاسه کړی.

اغلې بسیم په یوه فېسبوک تبصره کې لیکلي: "نن (کب ۲۱مه ۱۴۰۱) د ښځو کتابتونه رسما وتړل شو. المارۍ خو تشې کړې او کتابونه مو کور ته راوړل، له بده مرغه له هر ځایه چې له پوهې سره د دوښمنۍ زنګونه اورېدل کېږي او زموږ خاوره په تیارو کې ډوبېږي، د کابل (سره پله/پل سرخ) د روڼ اندۍ یوه هیله مړاوې شوه."

د دغه کتابتون یوې بلې چلوونکې ژولیا پارسي لیکلي، یوازې د طالبانو ګواښونه نه، بلکې اقتصادي ستونزې هم د دې کتابتون د بندېدو لامل شوې دي.

دوی وايي درې ځلې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د دغه کتابتون د فعالیت د جواز اخیستو لپاره مراجعه کړې، خو هر ځل یې د رد ځواب ترلاسه کړی.

ښځې

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، طالبانو لا تر اوسه د دغه کتابتون د بندېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د دوی په وینا، په داسې حال کې چې تر شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي او د ښځینه محصلانو لپاره پوهنتونونه تړل شوي، دا کتابتون د دوی لپاره د "هیلې د یوه مرکز" په توګه و.

طالب چارواکو ځلونه ویلي چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو لپاره د شریعت په رڼا کې د مناسب چاپېریال رامنځ ته کولو په درشل کې دي.

طالبانو لا تر اوسه د دغه کتابتون د بندېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.