ایران د هلمند سيند اوبو کې "خپل حق" یو مهم لومړیتوب ګڼي

د عکس سرچینه، IRNA
د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر علي سلاجقه ویلي د هلمند سيند اوبو کې د ایران د حق تر لاسه کول د روان کال لپاره د دې ادارې یو مهم لومړیتوب دی او په همدې لړ کې به په نژدې راتلونکې افغانستان ته سفر وکړي.
نوموړي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغانستان په سوېلي ولایت نیمروز کې ځايي اوسېدونکو ویلي د کمال خان بند اوبه د څو ساعتونو لپاره د ایران پر لور خوشې شوې وې، خو ځايي چارواکي یې ردوي. دوی وايي یوازې د شاوخوا ځمکو د خړوبولو لپاره یې اوبه خوشې کړي دي.
د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر علي سلاجقه ویلي ایراني چارواکي د هلمند سيند کې د ایران د برخې تر لاسه کولول پاره هلې ځلې کوي.
ده د ایران ایسنا خبري اژانس ته ویلي د بهرنیو چارو وزارت له خوا له طالب چارواکو سره د همغږۍ په رڼا کې غواړي هر څومره ژر چې کېدای شي افغانستان ته سفر وکړي. هغه د کومې نېټې یادونه نه ده کړې، خو وايي د ده سفر ته شرایط په چمتو کېدو دي.
که نوموړی افغانستان ته سفر ورکړي نو له یوه کاله په کمه موده کې به دا دویم ځل وي چې لوړ پوړی ایرانی چارواکی د هلمند سند اوبو په اړه له طالبانو چارواکو سره د لیدنې لپاره کابل ته سفر کوي.
د تېر کال اوړي کې د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان کابل ته تللی و ، نوموړي د طالبانو حکومت کې د اوبو او انرژۍ له چارسمبالي وزیر او مرستیال لومړي وزیر ملا عبد الغني برادر سره لیدلي وو.
له دې وروسته د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت کې د کارپوهانو یوه ګډه کاري ډله فعاله شوه.

د ایران د دې لوړ پوړي چارواکي له دې څرګندونو سره هم مهال پژواک خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د نیمروز ولایت ځايي اوسېدونکو ویلي چې د کمال خان بند اوبه پرون جمعه د پنځو ساعتونو لپاره د ایران پر لوري خوشې شوې وې.
د سیمې دې اوسېدونکي پژواک خبرې اژانس ته ویلي چې لشکري سربند د اوبو په رسیدو بېرته بندې شوي، دی وايي څومره اوبه چې ایران ته ځي، شهر نو سیمې ته نه راځي. دی وايي اوبه د دوی کروندو ته نه رسیږي.
خو د هلمند سيند د فرعي حوزې ریاست تخنیکي سلاکار منصور عمري پژواک خبرې اژانس سره مرکه کې ایران ته د اوبو خوشې کول رد کړي دي.
دی وايي دا سمه ده چې اوبه د وري میاشتې پر نهمه د خلکو په غوښتنه نیمروز ولایت لپاره په یوه ثانیه کې ۴۵ متر معکب خوشې شوې وې.
دی زیاتوی تر ۲۵ مکعبه اوبه باید خوشې شوې وای خو دا چې مسیر وچ دی نو زیاتې اوبه خوشې شوې چې ژر ورسیږي.
نوموړي زیاته کړې چې ممکنه ده له لشکري سربنده اوبه د ډېر والي له امله تیر شوې وي او هلمند سيند ته رسیدلي وي، نو له دې امله د ده د ادعا له مخې خلکو فکر کړی چې اوبه ایران ته خوشې کړل شوي دي.
د دې چارواکي په وینا اوبه بیرته په یوه ثانیه کې شل متر مکعبو ته را کمې کړل شوي چې د سیمې ځمکې خړوبه کړي.
تېر کال هم په همدې موسم کې د ایران پر لور د کمال خان بند د اوبو د خوشې کولو رپوټونه ورکړل شوي وو، خو طالب چارواکو رد کړي وو.

د عکس سرچینه، ُTaliban
پنځوس کاله وړاندې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د وېش تړون لاسلیک شوی وو، ایران تل ادعا کړې چې د خپل حق مطابق د هلمند له سند اوبه نه تر لاسه کوي، خو د مخکني افغان حکومت چارواکو ویلي د تېرو کلونو په اوږدو کې ایران له خپل حق زیاتې اوبه تر لاسه کړي او اندازه یې ځکه نه ده معلومه چې د اوښتو اوبو د معلومولو وسایل نه دي نصب شوي.
ایران ته د اوبو د ورتګ د کموالي بل علت افغانستان کې وچکالي ښودل شوې ده.
د مخکني افغان ولسمشر محمد اشرف غني د واک پرمهال د کمال خان بند بشپړېدو ته ایراني چارواکو غبرګونونه ښودلي وو، خو د طالبانو په بیا واکمنیدو سره ایران د طالبانو پر حکومت ظاهراً فشار را ووړ چې کافي اندازه اوبه ورکړی. دې فشار ځینې وخت آن د ګواښ بنه لرله.
تېر کال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې وزیر حسین امیر عبد اللهیان د طالبانو چارسمبالي بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته ویلي وو چې که د هلمند سېند اوبو کې د ایران د برخې مسله هواره نه شي نو نورو برخو کې ددواړو هېوادونو پر اړیکو به منفي اغېز وکړي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسی هم ویلي وو چې هېواد یې د هلمند سیند اوبو کې د خپل حق خبره جدي تعقیبوي ، هغه ټينګار کړی وو چې دې برخه کې به له خپل حقه تېر نه شي.
په دې وروستیو کې دایران او طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکو کې ښه والي لیدل کیږي.
ایران د طالبانو له خوا معرفي شوی شازدافیر ومانه او هلته د افغانستان سفارت اوس د طالبانو واک کې دي.











