ایران ولې د افغانستان امنیت ته اندېښمن دی؟

د عکس سرچینه، TASNIM
د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف د یکشنبې پر ورځ (د مې پر ۱۱) یوه غونډه کې وویل، امریکا په افغانستان کې د نا امنۍ لپاره له داعش کار اخلي او غواړي افغانستان کې قومي او مذهبي جنجالونه رامنځته کړي.
ښاغلي قالیباف د افغانستان د امنیت په تړاو ناخوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، د ایران حکومت دنده لري چې دغه هېواد کې امنیت برابر کړي، خو وايي "له بده مرغه تر دې دمه پکې پاتې راغلی."
نوموړي افغانستان کې د تل پاتې امنیت د ټینګښت لپاره"د یو ټولشموله حکوت جوړېدل، چې د افغانستان د ټولو قومونو استازولي وکړي" یو شرط وباله.
افغانستان کې وروستیو بریدونو په ځانګړي ډول د شیعه ګانو پر جوماتونو چاودنې چې د ډېرو هغو مسولیت یې داعش ډلې پر غاړه اخیستی، د ایران اندېښنې زیاتې کړي دي.
تېرو څو ورځو کې پر ښاغلي قالیباف سربېره یو شمېر نورو لوړ پوړو ایراني چارواکو هم د افغانستان پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د عکس سرچینه، IRNA
ایران افغانستان کې د خپلو دیپلوماتیکو ماموریتونو امنیت ته اندېښمن دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان هم پر طالبانو غږ کړی، په افغانستان کې د ایراني ماموریتونو امنیت ټینګ کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران د سفارت ودانۍ او په هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د دغه هېواد کونسلګریو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې.
د ایران د جمهور اژانس د رپوټ له مخې، امیر عبدالهیان د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د ټلیفوني خبرو له لارې افغانستان کې د ایران ماموریتونو د امنیت د ټینګولو په برخه کې د جدي امنیتي ګامونو اخیستو غوښتنه کړې ده.
دغه اژانس کې همدا راز راغلي، ښاغلي متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی، افغانستان کې به د ایران ډیپلوماتیکو ماموریتونو امینت خوندي کړي، خو په دې اړه نو جزیات نه دي خپاره شوي.

د عکس سرچینه، ILNA
د افغانستان او ایران تر منځ ترینګلتیا زیاته شوې؟
افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د افغان حکومت د خپلمنځیو اختلافاتو سره سره د ایران حکومت طالبانو سره، چې هغه مهال حکومت سره په جګړه و، نږدې اړیکې درلودلې. هغه مهال د ایران بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد جواد ظریف ایران کې د طالب مشرانو کوربه و.
خو واک ته د طالبانو له رسېدو څو میاشتې وروسته د ایران او طالبانو تر منځ اړیکي ترینګلي شوي. د اوبو حق، کډوالي او د سرحدونو پر سر کړکیچ د دې ناندریو په سر کې وو.
وروستیو څو اوونیو کې ایران کې افغان کډوالو سره د ناوړه چلن راپوټونه ورکړل شوي وو.
په همدې حال کې پر پوله د نښتو رپوټونه هم ورکړل شوي، چې له امله یې افغانستان سره پولې ته نور ایراني ځواکونه استول شوي دي.

وروستیو کې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) هم افغانستان کې خپل فعالیتونه زیات کړي چې په چاودنو کې یې لسګونه کسان وژلي او ټپي کړي دي.
په دغو بریدونو کې د افغانستان شیعه مذهبه په نښه شوي چې په ګاونډ کې یې د ایران اندېښنې راپارولي. د طالبانو په تېره واکمنۍ کې، طالبانو سره د ایران اړیکي ښې نه وې او آن یو مهال د مخامخ جګړې تر کچې هم رسېدلي وو.
خو تېرو شلو کلونو کې داسې رپوټونه وو چې ایران په پټه د امریکايي ځواکونو پرضد د طالبانو ملاتړ کاوه. د ایران د بهرنیو چارو مخکېني وزیر جواد ظریف تېر کال ویلي و، په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال "د خپلو دیپلوماتانو وژنه نه هېروي."









