ایرانی چارواکی: طالبانو نارسمي خبرو کې د هلمند سیند اوبو کې د ايران ونډه په رسميت پېژندلې

د هلمند سیند اوبه د ایران سیستان بلوچستان کې هامون ډنډ ته رسېږي

د عکس سرچینه، Irna

د عکس تشریح، د هلمند سیند اوبه د ایران سیستان بلوچستان کې هامون ډنډ ته رسېږي

ايراني رسنيو د ايران د بهرنيو چارو د وزرات يوۀ چارواکي په وينا ليکلي چې طالبانو له ايراني چارواکو سره نارسمي خبرو کې د هلمند په اوبو کې د ايران حقابه 'د اوبو ونډه ' په رسميت پېژندلې.

د ايران بهرنيو چارو وزارت کې د لوېديځې اسيا د څانګې مشر سيد رسول موسوي ويلي له طالبانو سره د ايران د حقابې پر سر خبرې روانې دي، خو دغو خبرو لا رسمي بڼه نه ده خپله کړې او ځکه د دۀ په وينا تر اوسه اوبه هم نه دي ترلاسه شوي.

د ایراني رسنیو په رپوټونو کې د نوموړي له قوله ویل شوي:

"موږ له طالبانو سره خبرې کړې دي او اوس یې هم لرو، خو باید دا په رسمی مذاکراتو بدل شي. طالبانو د هلمند حقابه په دې پټو خبرو کې په رسمیت پېژندلې، خو اوس هم اوبو ته لاسرسی نه لرو. "

ښاغلي موسوي پرون (پنجشنبه) د ایران پر ملي امنیت د افغانستان او اذربایجان پېښو اغېز په هکله یوې غونډې ته وینا کې د افغانستان مخکیني حکومت نسکورېدو پېښې ته په اشارې سره وویل:

"دوې میاشتې مخکې مې افغانستان ته له سفر وروسته وویل، چې د اشرف غني حکومت سقوط کوي، هڅې هم وشوې چې توافق وشي، خو د اشرف غني وچ مغزي د دې حکومت د سقوط لامل شو".

د ایران بهرنیو چارو وزارت دا چارواکی وايي، د یوه هېواد پېښې د هغه پر ګاونډیانو اغېز کوي، خو په وینا یې " په هر صورت موږ افغانستان کې واقعیتونو له منلو پرته بله لار نه لرو. "

د یادونې ده چې دواړه هېوادونه د هلمند پر اوبو یو تړون لري چې له مخې یې ایران په یوه ثانیه کې د ۲۲ مکعب مترو اوبو حق لري.

ایراني چارواکو له دې مخکې بیا بیا ویلي، دوی ته د اوبو کمه برخه ورځي، خو په تېر کې افغان چارواکو ویلي، پر هلمند سیند د کمال بند له جوړېدو مخکې ایران ته تر تړون ډېرې اوبه تلې.